د افغانستان د سولې او ثبات په هدف د جنیوا نړیوال کنفرانس سبا او بله ورځ ترسره کېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما وايي، پهدغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له افغانانو سره د سولې او ثبات په برخه کې خپلې ژمنې وکړي.
د یوناما د بیان له مخې دغه کنفرانس به له افغانستان سره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ۱۵ میلیارده او ۲۰۰ ژمنه شویو پیسو د حساب کتاب لپاره خورا مهمه وي او هم به د راتلونکي ۲۰۲۰ کال نړیوال کنفرانس په لارو چارو بحث وکړي.
د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغان مشران به پهدغه کنفرانس کې برخه واخلي او هیله ده د نړیوالې ټولنې ملاتړ به تر لاسه شي.
نوموړي وویل:
"د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره د هېواد اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ماښام «جنیوا ته» سفر وکړ. له هغه مخکې د مدني ټولنې ۱۰ تنه غړي تللي دي. نن دوشنبه به هم افغان ولسمشر له یوه پلاوي سره ځي. موږ هیلهمند یو، د ځواب ورکونې کوم جامع چهارچوب چې افغان حکومت وړاندې کوي دا سند د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وګرځي. تمه ده چې وکولای شو پهدغه کنفرانس کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ او تعهد له ځانه سره ولرو."
ښاغلي خوځون زیاته کړه، له فساد سره مبارزه، ټاکنیز، عدلي او اقتصادي اصلاحات او په سیاسي پروسه کې د ښځو زیاته ونډه هغه څه دي چې نړیواله ټولنهیې له افغان حکومته تمه کوي او افغان حکومت به هم پهدې برخو کې د خپلو لاسته راوړنو راپور ورکړي.
خوځون وايي، په دې ټولو برخو کې افغان حکومت د شااوخوا ۲۰۰ لاسته راوړنو راپور نړیوالې ټولنې ته ورکوي.
په دغه نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان د سولې په پروسې هم یوه فوقالعاده ناسته وشي.
افغان ولسمشر څه باندې شپږ میاشتې مخکې د فبروري په ۲۸مه په کابل کې طالبانو ته د سولې له قید او شرط پرته وړاندیز وکړ.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، د جنیوا په کنفرانس کې به د افغان حکومت د همدغه وړاندیز په چوکاټ کې د سولې بحث مخته یوړل شي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ تمه دا ده چې وکولای شو پهدغه کنفرانس کې د افغان سولې په اړه چې د اجنډا یوه مهمه برخه هم ده، د نړیوالې ټولنې یو قاطع او جامع ملاتړ له ځانه سره ولرو."
د جنیوا کنفرانس په اړه د افغان حکومت له ټولو تمو سره سره یو څه چې ورته د ستونزې او ناحلې مسئلې په توګه کتل کېږي په جګړه کې د ملکیانو وژنه او د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل دي.
دا خبره پرون د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د برخې سرمحققې پاترېشیا ګاسمن کړې ده.
پاترېشیا ګاسمن
هغې انتقاد کړی چې ښکاري سږ کال افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د بشري حقونو په برخه کې د ورو پرمختګ څار غاړې ته پرېښی، هغه مسئله چې د دې په خبره ان په دغه کنفرانس «جنیوا» کې د یوې فرعي ناستې برخه هم نهده ګرځول شوې.
ګاسمن ویلي، تمویلوونکي هېوادونه چې د میلیاردونو ډالرو په مصرف سره اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوي، باید له تېر سبقه کار واخلي او په افغان حکومت د رښتینو اصلاحاتو د راوستلو او د عدالت د تأمین لپاره فشار راولي.