د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ډونالډ ټرمپ: امریکا په افغانستان کې د سولې په ډېرو جدي خبرو بوخته ده


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په لړ کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل چې متحدایالات په افغانستان کې د سولې په ډېرو جدي خبرو بوخت دی.

ښاغلي ټرمپ پرون پنجشنبې په فلورېډا کې خبریالانو ته وویل، نه پوهېږي چې دا خبرې اترې به نتیجه ورکړي که‌نه؟ خو ده زیاته کړه چې دی به یې په بریالیتوب خوشاله شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"موږ دا مهال په افغانستان کې د ډېرو جدي خبرو په حال کې یو چې ډېر خلک ترې خبر نه‌دي او ښايي دا لومړۍ خبرې وي. دا خبرې ډېرې جدي دي. ګورو به چې څه کېږي. که بریالۍ شي خو دا به ډېره لویه خبره وي او زه به ډېر ورته خوشاله شم."

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته له دې څرګندونو مخکې د شکرانې د ورځې یا «تنکس ګیوینګ» په مناسبت په افغانستان کې له دېره امریکايي پوځیانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د امریکا د هوايي ځواکونو یوه جنرال ته یې وویل چې له هغه سره ښايي په افغانستان یا امریکا کې وګوري.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې دی هیله مند دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به له طالبانو د سولې موافقه وشي.

د ولسمشرۍ انتخابات پنځه میاشتې وروسته د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه په پام کې دي.

خلیلزاد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان او سیمې ته یو لړ سفرونه وکړل، د راپورونو له مخې د درېیو پرله‌پسې ورځو لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

له بلې‌خوا ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د جنیوا په کنفرانس کې چې د را روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږي هم خبرې وشي.

تمه ده چې د افغانستان حکومت به په‌دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه په سیمه کې د تروریستي ډلو د پټن‌ځایونو د له منځه وړلو پر غوښتنه بیا ټینګار وکړي.

ولسمشر اشرف غني پرون په خپله وینا کې، په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه مرګوني برید ته د اشارې په ترڅ کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل، د انتحارونو او چاودونو فابریکې د افغانستان په ګاونډ کې دي.

ښاغلي غني چې د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو له یو شمېر اوسیدونکو سره په کتنه کې وینا کوله زیاته کړه:

"د انتحار او چاودنو فابریکې چې زموږ په ګاونډي هېواد کې دي، نور موږ ته د منلو وړ نه‌دي. پخوا هم نه‌وې خو دوی د اخلاقو پولې ترپښو لاندې کړې. له نړیوالې ټولنې زموږ څرګنده غوښتنه هم دلته او هم په جنیوا کې دا ده چې د عدالت آواز واوري او زموږ د لوڼو او دیني عالمانو د بدنونو ټوټې وویني، څو هغه دولت چې د ترورېزم ملاتړ په دې ډول کوي وغندل شي."

په کابل کې په یوه خونړي برید کې لسګونه کسان ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د دیني عالمانو په یوه غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول. د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلې او طالبانو هم دا حمله غندلې ده.

ولسمشرغني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې غندل کافي نه‌دي بلکې دوی باید له حملو لاس واخلي او سولې ته کېني.

XS
SM
MD
LG