د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

عبدالله عبدالله: طالبانو د سولې خبرو لپاره کوم جدي نیت نه‌دی ښودلی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس په هېواد کې د سولې هڅو د نتایجو په اړه محتاطانه نظر ورکړی دی.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، سره له‌دې چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره په‌دې وروستیو کې ډېرې هلې ځلې کړي دي، خو داسې شواهد نه ښکاري چې په‌دې برخه کې د طالبانو جدیت وښیې.

د فرانسې خبري اژانس وایي، عبدالله عبدالله له‌دغې رسنۍ سره په خبرو کې د افغانستان د سولې په برخه کې د ولسمشر غني او د هغه د لویدیځو متحدینو په اړه په یوه محتاطانه لحن خبرې کړي دي.

ولسمشر غني د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل چې اوس پوښتنه دا نه‌ده چې طالبان سوله کوي او که نه، بلکه د ولسمشر په وینا اوس د سولې د وخت خبره مطرح ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هیله ښودلې چې د اپریل تر میاشتې پورې به له طالبانو سره د سولې یوه توافق ته ورسېږي.

عبدالله عبدالله په پاریس کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په‌دې وروستیو کې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا د افغانستان د سولې په اړه نوي هڅې پیل کړي دي.

هغه وایي:

"موږ تر وخت دمخه قضاوت نه کوو خو دا ویلی شم چې تر اوسه زموږ تجربه ښیې طالبانو د سولې خبرو لپاره کوم جدي نیت نه‌دی ښودلی."

د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په کابل کې د تېرې سې شنبې په ماښام د دیني مشرانو په یوه غونډه کې چاودنې ۵۵ کسان ووژل او تر نوي ډیر یې ټپیان کړل.

عبدالله عبدالله چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د جګړې او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت تجربه لري، وویل چې نشي کولی دا ډول برید درک او تصور کړي.

افغان امنیتي ځواکونه د بې ساري قربانیو په ورکولو سره د وسله والو یاغیانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلی عبدالله چې د فرانسې تر درې ورځني سفر وروسته نن د کابل په لور روان شو، تمه لري چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د وروستیو خبرو بشپړ معلومات ورکړل شي.

هغه ویلي، د دې مذاکراتو نتایج چې هرڅه وي، د جګړې د شدت او ورسره د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه د ځینو غوښتنو سره سره، د ولسمشرۍ ټاکنې باید په اپریل میاشت کې ترسره شي.

عبدالله ویلي، نظر یې دا دی چې انتخابات باید پرخپل وخت ترسره شي او له دې کبله چې انتخابات د نظام یوه برخه ده نو د نظام مشروعیت په انتخاباتو پورې تړلی دی.

د ښاغلي عبدالله په خبره په همدې حال کې د سولې هڅې باید په ټول قوت سره تعقیب شي.

XS
SM
MD
LG