د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

افغان حکومت وايي، د جنیوا په ناسته کې د ګډون لپاره هر ډول تیاری نیول شوی


افغان حکومت وايي، د جنیوا په ناسته کې د ګډون لپاره هر ډول تیاری نیول شوی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د جنیوا ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي افغان حکومت هیله څرګندوي چې له دغه ناستې به ښې لاس ته راوړنې ولري.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي چې دوه کاله وړاندې د بروکسل په غونډه کې افغان حکومت په کړو ژمنو عمل کړی او هیله ده چې نړیواله ټولنه هم دې ته په کتو سره خپلې ژمنې تازه کړي.

ښاغلي خوځون د پنچشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۱» ازادي راډيو وویل چې د جنیوا په ناسته کې به د افغان سولې په مسئله هم بحثونه وشي او افغان حکومت له دغه پروسې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتونکی دی.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

نوموړي زیاته کړه:

"په‌دې ناسته کې مهم بحث د افغانستان د سولې په اړه دی، موږ غواړو چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې او طرحې چې وړاندې شوې ده، هرکلی او ملاتړ وکړي، همدا شان نړیواله ټولنه خپلې ژمنې تازه کړي او د سولې له پروسې ملاتړ وکړي."

د جنیوا ناسته چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړه شي د نړۍ ۷۰ هېوادونه او ۳۰ نړیوال بنسټونو تر څنګ به په‌کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم برخه واخلي.

دوه کاله وړاندې د بروکسل په کنفرانس کې د افغان حکومت له‌خوا د کړو ژمنو څېړنه او د نړیواله ټولنې له لوري د ژمنو د دوام ټینګار د دغه غونډه کې عمده اهداف بلل شوي دي.

بروکسل غونډه
بروکسل غونډه

افغان حکومت د بروکسل په غونډه کې ژمنه کړې وه چې په شپږو عمده، انتخابات، امنیت، مالي او اقتصادي برخو کې به اصلاحات راولي، همدا شان د ښځو سیاسي پياوړتیا، د ښځو لپاره د مدیریتي زمینې برابرول او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به عملي اقدامات کوي.

اوس د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، حکومت په کړو ژمنو عمل کړی او چمتو دی چې د جنیوا په غونډه کې نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د جنیوا غونډه د افغانانو لپاره مهمه او د نړیوالې ټولنې د مرستو راجلبولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د دغه کمېسیون غړی سید علي کاظمي د اصلاحاتو او پرمختګ په برخه کې د حکومت اقداماتو ته په اشارې سره وايي، دوی هیله‌مند دي چې د جنیوا په غونډه کې له افغانستانه ملاتړ وشي.

​نوموړي زیاته کړه:

"د سولې د خبرو طرحه مطرح ده او د سولې لپاره زمینه هم مساعده شوې ده، ځکه ټول دې نتیجې ته رسېدلي چې جګړه د افغانستان حل‌لاره نه‌ده او نړیواله ټولنه هم په‌دې برخه کې په غوږ وهلې چې په‌دې اړه همکاریو ته چمتو دي، زموږ تمه دا ده چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه تأثیر لرونکي هېوادونه همدا شان ګاونډي او د سیمې هېوادونه په‌دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي."

افغان چارواکي وايي، تمه کېږي چې نړیواله ټولنه د جنیوا په غونډه کې دوه کاله یعنې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۰میلادي کلونو پورې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام له سره کتنه وکړي.

د افغانستان په اړه د جنیوا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې دغه هېواد اوس هم په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی او فساد هم په افغانستان کې عمده ستونزه بلل کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG