د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

فعالان: جنیوا کنفرانس کې به د افغانستان رښتینی تصویر وښيو


د افغان مدني ټولنو هغه پلاوی چې د جنیوا په کنفرانس کې ګډون کوي وايي، دوی به نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر وښيي.

د افغانستان د مدني ټولنو استازي د جنیوا نړیوال کنفرانس د دغه هېواد د پراختیايي او اصلاحي پروګرامونو لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

په دغه کنفرانس کې ګډون کوونکي ۱۰ کسیز پلاوي چې په وینا یې د مدني ټولنو له منځه د یوې شفافې پروسې له مخې ټاکل شوي، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۱» د خپل سفر اهداف او غوښتنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د پلاوي له ډلې محمد نعیم ایوب‌زاده وویل، دوی به نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر وښيي او د حکومت شعاري ژمنې به چلنج کړي.

محمد نعیم ایوب‌زاده
محمد نعیم ایوب‌زاده

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې د مدني ټولنو یو پلاوی د افغانستان د ۳۴ ولایتونو او مدني ټولنو په استازیتوب په کنفرانس کې ګډون کوي، دوی به د افغانانو ټولې اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي، څو د افغانستان د وضعیت یو رښتینی تصویر وي، نه هغه څه چې د افغان حکومتي چارواکي یې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي او موږ يې هم پسې تأیید کړو."

د افغانستان په اړه د جنیوا نړیوال کنفرانس د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د سویس په جنیوا ښار کې جوړېږي.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه او افغان حکومت به د دغه ګډ کنفرانس کوربانه وي.

د مدني ټولنو د یاد ۱۰ کسیز پلاوي تر څنګ د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ رتبه حکومتي پلاوی هم په‌دې کنفرانس کې ګډون کوي.

په پلاوي کې شامل د مدني ټولنو استازي وايي، دوی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو او مدني فعالانو سره سلا مشوره کړې او موندنو یې ښودلې چې خلک په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغان چارواکو له ژمنو او عمل نه راضي نه‌دي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا ځل په‌دې کنفرانس کې د افغان حکومت او مدني ټولنو د ګټور حضور په هدف څومره همغږي شته؟

د مدني ټولنې استازي او د یاد پلاوي یوه غړي راز محمد دلیلي يې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ او حکومت په منځ کې څو ناستې شوي، خو موږ یعنې مدني ټولنې بې‌طرفه قضاوت کوو، یعنې موږ په هغه څه څارنه کوو چې حکومت‌يې وايي او دلته نه‌وي، د بېلګې په توګه دلته بې‌کاري ده، بې‌وزلي ده او اداري فساد دی چې دا باید ښکاره شي."

له دې سره د افغانستان د سولې او ډموکراسۍ د برابرۍ بنسټ وايي، د دوی د موندنو له مخې افغانان دا وخت تر ټولو ډېر د قانون حاکمیت او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري چې باید د جنیوا په کنفرانس کې ورته کار وشي.

د دغه بنسټ مرستیاله فروزان رسولي وايي، دغو ستونزو عمومي وضعیت خراب کړی او باید هم د بدلون لپاره‌يې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا هڅه وشي.

افغان حکومت بیا تر دې مخکې یو شمېر ستونزې منلي، خو د پرمختګونو خبره‌یې هم کړې ده او ویلي یې دي چې په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت تر ډېره په بېلابېلو برخو کې د دوی هڅې او فعالیتونه ننګولي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG