د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

سپنتا: که یې غواړو او که نه، په افغانستان کې طالبانیزم سیاست را روان دی


د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وايي چې که وغواړو او یا ونه غواړو، په افغانستان کې طالبانیزم سیاست را روان دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي چې افغانستان او سیمه د یو بدلون په حال کې دي او افغانستان د طالبانیزم سیاست ته روان دی.

ښاغلي سپنتا دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټيوټ کې د افغانستان او هند د دفاعي او امنیتي انسټیټيوټ له لوري رابلل شوې د دغو دواړو هېوادونو د څلورم پړاو امنیتي خبرو په غونډه کې وکړې او ویې ویل، که افغانان وغواړي یا ونه غواړي، دا نه په شا کېدونکی بدلون را روان دی.

ده وویل:

"موږ نن ورځ په افغانستان او سیمه کې په یوې اجنتاب ناپذیر وضیعت کې یوو، دغه بدلون موږ افغانانو ته ډېر دردوونکی او غمګین دی، شاید زموږ غوښتنې نه وي چې نه هم دي، خو واقعیت دا ډول دی چې که وغواړو او یا ونه غواړو، په افغانستان کې د طالبانیزم کېدو سیاست را روان دی."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې هڅې پیل کړي او په دې برخه کې یې څو ځله له افغان چارواکو او په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د دغو هڅو په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د سولې په ډېرو جدي خبرو بوخته ده.

له بلې ‌خوا ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د جنیوا په کنفرانس کې چې د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې جوړېږي، هم خبرې وشي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، افغانان نه غواړي چې بېرته د افراطیت دورې ته ولاړ شي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، هیله ده چې افغان سیاستوال په خپلو خبرو کې د هېواد شرایط او وضعیت په پام کې ونیسي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده زیاته کړه:

"په افغاني ټولنه کې افراطیت او طالباني فکر ځای نه لري، افغانان نه غواړي چې بېرته د طالبانو دروې ته وګرځي، موږ هیله مند یوو چې افغان سیاستوال په خپلو خبرو کې د هېواد شرایط درک کړي او د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي."

د سیاسي چارو افغان کارپوهانو وايي چې له بل هر وخت زیات اوس د سولې خبرو ته ځکه هیلې زیاتې شوې چې امریکا له وسله والو طالبانو سره د افغان سولې په اړه مخامخ خبرې روانې کړې دي.

د دغو کاروپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، د مشرانو مسؤلیت دا دی چې تر ډېره د قومونو ترمنځ د پیوستون او یووالي لامل شي، نه د بیلتون او جدا کېدو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي، دی هیله مند دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG