داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې خبرې یوه نوي پړاو ته داخلي شوې دي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په عربي متحده اماراتو کې د درېیو هېوادونو له استازو سره پر دې مسئلې خبرې کړې دي او تمه ده چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.
د افغانستان، د امریکا د متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازو روانه اوونۍ په ابوظبي کې غونډه وکړه.
د متحده عربي اماراتو د خبري سرچینو په وینا پهدې څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان پر سولې او ثبات خبرې وشوې.
د افغانستان د سولې خبرې یوه نوي پړاو ته داخلې شوي.
د غونډې برخهوالو موافقه وکړه چې د افغانستان د خلکو په خوښه باید پراخ بنسټه سوله پهدې هېواد کې ټینګه شي.
د دې غونډې دا نتیجه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وستایله.
خلیلزاد د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ او تر دوشنبې په کابل کې و، ده له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا له استازو سره وکتل.
د ښاغلي خلیلزاد د کابل د سفر په اړه په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په خپره کړې اعلامیه کې د خلیلزاد په وینا راغلي دي چې د امریکا حکومت د دې ملاتړ کوي چې افغانان په خپلو کې خبرې سره وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم پر دې ټینګار کوي چې طالبان دې د افغانستان د دولت له استازو سره خبرې وکړي، څو ستونزه هواره شي، خو طالبان چې د تېرې جمعې په ورځیې په مسکو کې د سولې په ارتباط په یوې غونډه کې برخه واخیسته ټینګار کوي چې د کابل له حکومت سره د اوس لپاره خبرو ته چمتو نهدي او له امریکایانو سره خبرو ته حاضر دي.
اکرم خپلواک چې تېره اوونۍ یې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا له مشرۍ څخه استعفا وکړه، ازادي راډیو ته وویل چې د سولې امکانات تر بل هر وخت اوس زیات شوي دي او ښایي طالبان په کابل کې دا خبرې مخته یوسي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه:
"د طالبانو وروستنۍ لیدنې له امریکا سره او د امریکا له پلاوو سره، همدارنګه داسې بحثونه شوي دي چې مذاکراتو ته څرنګه چمتو شو؟ زه پهدې ډاډه یم چې فضا ډېره مساعده ده، فوقالعاده مساعده ده او له ټولو خواوو څخه د جنګ د ختمېدو لپاره امادګي شته، زه حتی تر دې حده هم اطمینان لرم، که یوه نیمه طرحه چې موږ کار پرې کړی و، عملي شي د دې هم زیات احتمال شته چې مذاکرات په کابل کې وشي."
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز په مشرۍ امریکایي ډیپلوماتانو د جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره کتلي و او تېره میاشت د زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوی په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړې.
اټکل کېږي چې خلیلزاد به دا ځل هم قطر ته ولاړ شي او د طالبانو له چارواکو سره به وګوري، دی به پاکستان ته هم سفر وکړي.
د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی به تر سې شنبې په سیمه کې وي.