د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جمهوري ریاست انتخابات به د اساسي قانون پر اساس ترسره شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د هغه راپور په وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ غوښتنه کړې ده.
د افغان ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ویلي چې د ولسمشرۍ انتخابات په ټاکلي وخت د اساسي قانون پر اساس ترسره کېږي.
ښاغلي چخانسوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي دي، د خلکو هغه غوښتنه چې په اساسي قانون کې تصریح شوې ده، له هغې پرته بل هېڅ انتخاب د منلو وړ نهدی.
دی وایي:
"د ولسواکۍ په پروسه کې د خلکو د واک دوام یو لازمي اصل دی، د افغانانو هغه غوښتنه چې د هېواد په اساسي قانون کې صراحت لري، بل انتخاب د منلو وړ نهدی، افغان حکومت د هېواد د اساسي قانون له مخې او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ لمریز کال د انتخاباتو اعلان شوې نېټې ته ژمن دی."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د روانې اوونۍ د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې د امریکا حکومت ښایي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومته وغواړي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، یو شمېر امريکايي چارواکي وېره لري چې د ښاغلي خلیلزاد له لوري پیل شوې د سولې هڅې ممکن له افغان انتخاباتو سره د ملو لانجو او اوږدې سیاسي ترينګلتیا له امله شنډې شي.
که څه هم د وال سټریټ ژورنال خپلې سرچینې نهدي په ډاګه کړي، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي ویلي چې کابل ته ښاغلي خلیلزاد په خپل وروستي سفر او له افغان چارواکو سره په لیدنه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو مسئله نهده مطرح کړې.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدلي دي.
اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او د سولې په برخه کې د متحده ایالاتو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
خو په اعلامیه کې په دې اړه چې ښاغلي خلیلزاد د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ غوښتنه کړې، څه نهدي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا او وسلهوالو طالبانو استازو د تېرې جمعې په ورځ د مسکو د سولې په ناسته کې د نږدې ۱۲ هېوادونو د استازو په غونډه کې ګډون وکړ.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله حاجي دین محمد د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د ځنډ مسئلې ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل چې لومړیتوب باید سولې ته ورکړل شي.
دی وایي:
"موږ باور لرو چې په هره اندازه چې د سولې لپاره زیات کار وشي، هغې ته نږدې شو او دې کار ته لومړیتوب ورکړل شي، د ملت په خیر ده، په سوله کې به انتخابات هم په ښه شکل ترسره شي، البته د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه به مو ښه بحث کړی وي او په دې اړه به خلک پرېکړه وکړي."
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې دا هېواد تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتیا لري.
خو د افغانستان د ولسي جرګې غړی خالد پشتون وايي چې د سولې پروسه لا داسې ځای ته نهده رسېدلې چې د ولسمشرۍ انتخابات ورته وځنډول شي.
دی زیاتوي:
"انتخابات باید خامخا ترسره شي، په دې برخه کې باید وخت ضایع نهشي، ځکه خلک باید ډاډ ترلاسه کړي چې ډموکراسي عملي کېږي، افغان حکومت، خلک او نړیواله ټولنه چې یوازنۍ لاسته راوړنه لري، هغه همدا انتخابات دي، بل انتخاب چې سوله او لویه جرګه ده، هم موږ لرو چې همېشه ترسره کېدای شي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱مه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
د دغه کمېسیون مسؤلینو ویلي چې په پام کې ده چې د دغو انتخاباتو لپاره د قوس په ۲۴مه نوم لیکنه پیل شي چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ویلي چې د سولې لپاره باید یو واضح مېکانیزم موجود وي او د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي.
راپور: اکرامالله اکرام