د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

دنیا: ارګ په امن او امان کې دی


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ځنډ په اړه په راپورته شوي بحث او د ناامنۍ په زیاتېدو بحثونه کړي دي.

  • مسیر

د مسیر خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هغه راپور بحثونه راپورته کړي چې په‌کې ویل شوي متحده ایالات ښايي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومته وغواړي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي چې افغانستان په اوس وخت کې تر هر څه ډېر سولې ته اړتیا لري او که په هر قیمت راځي باید پر وړاندې يې قرباني ورکړل شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

دوی دا نه‌غواړي چې انتخابات دې پرته له شرطه وځنډول شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا که د سولې یوه بریالۍ پروسه روانه وي او انتخابات پرې ناوړه اغېز کوي، نو باید انتخابات ورته وځڼدول شي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې په اوس وخت کې افغانانو ته انتخابات او د اساسي قانون عملي کول لومړیتوب نه‌دی، بلکې ژوند ورته لومړیتوب لري چې سوله‌يې په خوندي کولو کې مرسته کوي.

لومړی سوله بیا انتخابات.
  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لومړی سوله بیا انتخابات تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې که څه هم افغان حکومت د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډ رد کړی، خو د سرمقاله لیکونکي په باور که په رښتینې معنا سوله راتلی شي، نو اړتیا ده چې انتخابات ورته وځنډول شي.

وړاندې په سرمقاله کې له سیاسي ډلو او مدني فعالانو هم غوښتنه شوې چې باید په حکومت فشار راوړي، څو د سولې ارمان ته د رسېدو لپاره هر څه شاته کړي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په همدې اړه لیکي دي چې د انتخاباتو د ځنډ مسئلې بېلابېل حساسیتونه راپارولي دي، افغان حکومت‌يې مخالفت کړی او یو شمېر سیاسیون‌يې د ملي پخلاینې د تحقق په شرط ښه وړاندیز بولي.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي چې په دې مسئله باید په سړه سینه فکر وشي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره یاده مسئله باید د کابل او واشنګټن ترمنځ د ناندریو لامل نه‌شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دا چې د بېلابېلو دلایلو له امله د ولسي جرګې انتخابات د څو کلونو لپاره ځنډېدای شي، نو اړتیا ده چې د سولې لپاره د ولسمشرۍ انتخابات هم وځنډېږي، خو د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې متحده ایالات باید په دې اړه ضمانت ورکړي چې که طالب سوله کوي، نو جنګیالي به‌يې د دښمن له‌خوا د جګړې د دوام لپاره د داعش په لیکو کې نه‌ورګډېږي.

د انتخاباتو د ځنډ مسئلې بېلابېل حساسیتونه راپارولي.

د افغان امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې او د ناامنیو د کچې لوړېدل دوه هغه نور مسایل دي چې د کابل چاپ یو شمېر نورې ورځپاڼې ورته تم شوي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا موږ جګړه بایلو؟

په سرمقاله کې راغلي تېره ورځ ولسمشر غني اعلان وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو زیات امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي چې دا د اندېښنې وړ رقم دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نادرست مدیریت، د دوی د قوماندې په کچه پراخ فساد او بېلابېل نور عوامل د دغو ځواکونو د وژل کېدو اصلي عوامل دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي که د دغو ستونزو مخه ونه‌نیول شي، د ځواکونو روحیه کمزورې کېږي او موږ به جګړه وبایلو.

ایا موږ جګړه بایلو؟
  • دنیا

بلې خپلواکې ورځپاڼې دنیا ارګ په امن او امان کې دی تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولایتونه ناامنه شوي، حکومت‌یې د امنیت ژمنې کوي، خو تر اوسه په‌دې برخه کې هېڅ اقدام نه‌دی شوی.

د سرمقالې په خبره ولسمشر د دې پر ځای چې امنیتي چارواکي خپلو کارونو ته متوجې کړي، له ناامنۍ او ستونزو سترګې پټوي او دوی ته د مجازات پر ځای مډالونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG