د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

دنیا ورځپاڼه: د امریکا یې پر ډیورند څه؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، نظام په لوی لاس طالبانو ته مه وړاندې کوئ!

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې اوس چې امریکا له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې لپاره خبرې پیل کړي، اړینه ده چې افغانستان یې هم برخه او په مرکزیت کې یې ځای ولري.

ورځپاڼې په امریکا کې د دوه ګوني سیاست له امله انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې د امریکا د سترګو په وړاندې طالبان د پاکستان په ملاتړ پیاوړي کېږي او د افغانستان د قانوني حکومت په وړاندې په یوه ګواښ بدل شوي دي.

په سر مقاله کې دا هم راغلي چې له طالبانو سره خبرې په داسې حال کې کېږي چې دغې ډلې د کابل او یو شمېر نورو ښارونو د دروازو تر شا مرچلې جوړې کړي او په دې ډاډه دي چې په یو داسې ځواک بدل شوي چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا حکومت د زرګونه افغان سرتېرو د وینو په قربانۍ خوندي دی او نړۍ مسؤلیت لري چې دغه شان یې د خوندي پاتې کېدو ملاتړ وکړي، نه دا چې طالبانو سره په یوه معامله کې حکومت دوه لاسي ورته وړاندې کړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا یې په ډیورند څه؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د امریکا د کانګرس یوه غړي براد شیرمن د ډیورند په اړه غرضي څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا باید له افغانستان سره خپلې مرستې په ډیورند کرښې منلو پورې مشروطې کړي.

نوموړي ویلي چې پاکستان له دغه اړخه اندېښمن دی او باید د پاکستان اندېښنې درک شي.

په سرمقاله کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د هند له پراخ رول څخه په وېره کې دی او دا د دې لامل شوی چې په افغانستان کې له همکارۍ ډډه وکړي.

دنیا لیکلي، یاد امریکايي ویلي چې له همدې امله باید په افغانستان مرستې مشروطې شي، یعنې که ډیورند د رسمي کرښې په توګه مني، باید مرستې ورسره وشي او که نه یې مني، ورباندې بندې دې شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، امریکايي چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې ډیورند د افغانستان لپاره سره کرښه ده او لر او بر افغانانو کله هم دا کرښه د سرحد په توګه نه ده منلې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

هېواد لیکلي چې په کندهار کې هم د ولسي جرګې انتخابات بریالي ترسره شول، دښمن په خپلو هغو هڅو کې ناکام شو چې ګنې پارلماني ټاکنې به په شا وتمبوي، افغان ملت د دښمن له خوا هر راز ترهګریز بریدونه بابېزه وګڼل او په انتخاباتو کې یې پراخ ګډون وکړ.

هېواد دا هم لیکلي دي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو دا ګډون نړیوالو ستایلی دي.

XS
SM
MD
LG