د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د کونړ اوسیدونکي: د ټاکنو په ورځو کې دې د رأیو مرکزونو او خلکو امنیت ټینګ شي


د ولسي جرګې ټاکنو ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د کونړ اوسیدونکي له افغان ځواکونو غواړي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په شپو ورځو کې باید د رأیو ورکولو مرکزونو او خلکو امنیت ونیسي، څو خلک په اسانه او ډاډه زړه وکولی شي چې د خپلې خوښې نوماندانو ته رأیه ورکړي.

د کونړ دوو تنو اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"حاجي فیض محمد یم، له افغان ځواکونو مې دا هیله ده چې د خپل ولس امنیت ونیسي، هرې قربانۍ ته باید په‎دغه ورځ چمتو شي، څو ولس په ډاډه زړه د رأیو بکسونو ته لاړ شي او حق حقدار ته وسپاري.

حاجي عبدالرب، د ملکي شورا رئیس یم، له امنیتي ځواکونو دا غواړو چې د ټاکنو په ورځ دې د ولس امنیت داسې ونیسي، لکه څنګه چې ترې تمه ده. داسې نه چې د پخوا په څېر یو ځل موږ د مرګ ژوبلې او د ګوتو پریکولو شاهدان وو."

دوی له افغان ځواکونو دا هم غواړي چې د یو شمېر نوماندانو له‎خوا که د رأی ورکوونکو په وړاندې کوم مزاحمت جوړېږي باید دوی يې په کلکه مخه ونیسي. داسې نه چې بیا د رأیو بکسونه په خپله خوښه ډک کړي او ځانونه بیا ولسي جرګې ته ورسوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خلک دې د امنیت په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه کوي او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت له‌پاره پوره جمتوالی لري.

والي وړاندې وویل:

"عملاً هغو ځایونو کې چې چېرته د رأیو ورکولو د مرکزونو او محلونو جوړول مو په پام کې دي، هلته موږ ځو او ګورو چې کوم ډول وسلې او ځواکونه دلته بریالي کېږي او ښه امنیت ورسره نبول کیدای شي هم هغه هلته ځای پرځای کوو. ولس دې په‌دې برخه کې هېڅ ډول تشویش نه لري."

د کونړ اوسیدونکي په‎داسې حال کې له افغان امنیتي او ځواکونو د ټاکنو په ورځ د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي.

په کونړ کې به د ولسي جرګې د څلورو څوکیو له‎پاره د درېیو ښځینه نوماندانو په ګډون د ۳۱ نوماندانو مقابله وي.

راپور: روح الله انوري-کونړ

XS
SM
MD
LG