د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۴۰

سولې شورا: د سیاسي څېرو او احزابو ملاتړ د سولې خبرې بریالۍ کولای شي


د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي ښيي چې د سولې له پروسې د سیاسي احزابو او څېرو ملاتړ په دغه پروسه کې مثبت تمام شي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د سولې له پروسې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو ملاتړ او د یادې پروسې په برخه کې د سیاسي څېرو او احزابو هلې ځلې هم کولای شي چې دغه پروسه بریالیتوب ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"په افغانستان کې سولې او دایمې ثبات ته د رسېدنې لپاره سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او د هېواد مشرانو ته نقش ورکول ګټور دی او په افغانستان کې د سولې بهیر په بریالیتوب کې د خلکو ونډه نوره هم زیاتوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د چهارشنبې په ورځ د هېواد له لسګونو سیاسي څېرو او د یوشمېر ګوندونو له مشرانو سره غونډه وکړه د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یې د دوی نظرونه وغوښتل.

په دغه غونډه کې یوشمېر سیاسي څېرو د سولې له بهیر نه په ملاتړ سره وویل چې لا هم د سولې لپاره یو جامع طرحه نه ده جوړه شې او د چمتوکولو اړتیا یې لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سولې ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد روانه اوونۍ د افغانستان د سولې په اړه له افغان او پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه درلودل.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

له دې وړاندې ویل شوي و چې ښاغلی خلیلزاد به د افغان سولې په اړه د متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان له چارواکو سره هم خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع وايي چې د سولې عالي شورا د بېلابېلو اړخونو نظرونو ته د نه پاملرنې له کبله تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

دی په دغه هېواد کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د نړیوال ملاتړ تر څنګ د بېلابېلو قشرونو په لازمو مشورو او وړاندیزونو ټینګار کوي:

"د سولې عالي شورا تر اوسه د ټولو اقشارو نظرونه له ځان سره نه لري او کار یې هم داسې ښکاري چې نتیجه یې نه ده ورکړې، موږ هیله من یو چې د سولې عالي شورا په خپل کاري بهیر کې ځينې بدلونونه راولي او د خلکو له استازو، ګوندونو او بېلابېلو اقشارو سره پراخې خبرې اترې وکړي، که د ټولو قشرونو نظرونه واخیستل شي له شک پرته موږ به بریالیتوب ته ورسېږو."

که څه هم طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي دي خو د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ غیر رسمي خبرې اترې شوې دي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې بانفوذه او مطرح کسان دا مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادولو ده چې د زلمي خلیلزاد وروستیو هڅو او د سولې په برخه کې د پاکستان ژمنو ته په کتو د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره هیلې ډېرې شوي دي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG