د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

کابل ښاروالي وايي له کورنیو چارو وزارت سره په ښار کې د خپل سریو مخه نیسي


کابل ښاروالي له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه د یو داسې ځانګړي ځواک د ګمارلو په لټه کې ده چې په کابل ښار کې د خپلسریو مخه ونیسي.

په کابل ښار کې د منظم ټرانسپورټي سیسټم نه موجودیت،د ککړتیا ډېرېدل، د خپلسرو لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو جوړېدل، ښاریانو ته د عامه پوهاوي نشتون، د غیر پلاني ساحو ډېرېدل او د نرخونو نه کنټرول هغه انتقادونه و چې سناتورانو پر کابل ښاروالې درولودل.

د مشرانو جرګې مرستیال منشی فیصل سمیع وویل، په کابل ښار کې لوړ پوړیزیو ودانۍ فساد ته زمینه برابره کړې ده:

مشرانو جرګه
مشرانو جرګه

"په کابل ښار کې لوړ پوړیزې ودانۍ فساد ته زمینه برابروي تاسې باید داسې ځواک ولرئ چې د دغو ناقانونه کارونو مخه ونیسي."

سناتور باختر میرزايي وویل، د کابل ښاروالۍ د کمې پاملرنې له امله د کابل ښار ککړتیا ورځ تربلې زیاتېږي چې دا په کابل ښار کې د بېلابېلو ناروغیو لامل شوې:

"په کابل ښار کې د کثافاتو ډېرېدو او د هوا د ککړتیا له وجې د سرطاني او تنفسي ناروغیو په ګډون ناروغۍ زیاتې شوې دي، کابل ښاروالۍ خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی، دا ټول هغه کیمیاوي مواد دي چې خلک یې تنفس کوي."

د ښاروال په ټاکلو کې ځنډ، د ښاروالۍ په تړنونو کې د شفافیت نه مراعاتېدل، د کابل ښار په څېره کې د بدلونونو راوستل او د کابل ښاریانو د مالیو ورکېدل پر کابل ښاروالۍ د سناتورانو له خوا نور انتقادونو وه.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په سلګونه ښارګوټي جوړ شوي چې د افغان چارواکو په خبره، د یادو ودانیو اویا فیصده د ښاروالیو او ښاري پراختیا وزارت له معیارونو سره نه دي.

په کابل ښاروالۍ تردې وړاندې هم ورته انتقادونه موجود و او حتا د دغې ادارې یوشمېر کار کوونکي د فساد په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

خو د کابل ښاروالۍ سرپرست د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په استجوابیه غونډه کې وویل چې له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه د یو داسې نوي ځواک د ګمارلو په لټه کې ده چې په ښار کې د خپلسریو مخه ونیسي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست شعیب رحیم دا خبرې د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په غونډه ناسته کې وکړې:

کابل ښار
کابل ښار

"موږ له کورنیو چارو وزارت سره د بحث په وروستۍ مرحله کې یو، ترڅو ښاروالۍ ته یو ځانګړی ځواک جوړ شي چې د په عوایدو په ټولولو کې مرسته وکړي او د ساختماني سرغړونو مخه ونیسي، دا بحث په وروستۍ مرحله کې دی او دا به د کابل ښاروالۍ ځانګړی تشکیل وي."

په دغه ناسته کې د کابل ښاروالۍ د تنظيف مشر احمد بهزاد غياثي د کابل ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې د کثافاتو په بېلولو سره د کثافاتو ټولولو طرحې بريالۍ کړي، دی وايي دا کار به له یوې خوا له کثافاتو نه د مصرفي شيانو د توليد لپاره زمينه برابره کړي او له بلې خوا به د هېواد چاپېريال ساتنې او اقتصاد سره مرسته وکړي.

نوموړي پر کابل ښاروالۍ یوشمیر انتقادونه ومنل او ژمنه یې وکړه چې د ښاري اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ به روانو ستونزو ته رسیده ګي وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG