په ښارونو کې ګڼه – ګوڼه او د ښاري فرهنګ نه مراعتول هغه څه دي چې ګڼ ښاریان یې له ستونزو سره مخ کړي دي، د ژمې په موسم کې د کابل ښار ډېری واټونه اوبو نیولي وي او پر واټونو تلونکي کسان له ګڼو مشکلاتو سره مخ وي.
د سړکونو او لښتیو بندیدلو او چټلوالي لاملونه څه دي؟ په دغه برخه کې ښاروالي ملامته ده او که ښاریان؟ او د دغو ستونزو د حل لارې څه دي؟
دا او ورته نورې پوښتنې په دې پروګرام کې ځواب شوي دي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: