د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

کابل ښاروالې: کاندیدان باید خپل تبلیغاتي عکسونه پر مناسبو ځایونو ولګوي


کابل ښاروالي وايي، د ولسي جرګې کاندیدان باید د خپلو کمپاینونو په جریان کې تبلیغاتي عکسونه او پوسټرونه، د ښاروالۍ له کړنلارې سره سم، د ښار په مناسبو ځایونو کې ولګوي.

د تبلیغاتي شرکتونو د بلبورډونو کارول، په هغو ځایونو کې چې خلکو او ټرافیکو ته ستونزې پېښې نه کړې د خوازو نصبول او پر دېوالونو له سټېکر لرونکو پوسټرونو له لګولو ډډه کول هغه مواردي چې د کابل ښاروالۍ په خبره، د ولسي جرګې کاندیدان یې باید، د کمپاینونو په بهیر کې، په پام کې ونیسي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مرستیال شاه پور صداقت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي جرګې کاندیدان باید د کابل ښاروالۍ له کړنلارې سره سم، خپل انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي:

"موږ په کړنلاره کې راوړي چې دوی کولی شي په ښار کې له بنر نه استفاده وکړي او په داسې ځایونو کې چې خلکو اوټرافیکو ته ستونزې جوړې نه شي هلته دې له خوازو نه کار واخلي، بنرونه دې په ټاکلي شمېر ولګوي چې هم ښار خراب نه شي او هم خلکو او ټرافیکو ته ستونزې پېښې نه شي، دغه شان دې پر دېوالونو له سټېکر لرونکو بنرونو له نصبولو ډډه وکړي."

ښاغلي صداقت وویل، په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره د انتنخاباتو د خپلواک کمېسیون په همکارۍ، قانوني چلند وشي.

په پام کې ده چې د مېزان پر شپږمه یعنی سبا جمعه د ولسي جرګې د کاندیدانو کمپاین، له غزني ولایته پرته، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې به دوام وکړي.

بلخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، کاندیدان باید د انتخاباتي مبارزو لایحه په پام کې ونیسي او په مالي لګښتونو کې دې هم، کړنلاره عملي کړي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې د هر کاندید لپاره د لګښت اندازه، له اته لکو افغانیو نه نیولې تر دوه میلیونو او شپږ لکو پورې ټاکل شوې ده.

یو بل ته د کاندیدانو د مزاحمتونو مخنیوی، د دولتي امکاناتو له کارولو او له سیمه ییزو، ژبنیو، مذهبي او قومي تعصبونو ډډه کول، د عامه نظم نه ګډوډول او د مالي لګښتونو رعایتول، په دې برخه کې د انتخابتو د خپلواک کمېسیون د لایحې عمده موارد دي.

په ورته وخت کې ځینې کابل ښاریان وايي، کاندیدان باید د کمپاینونو په جریان کې، د ښار نظم په پام کې ونیسي او انتخاباتي پوسټرونه په داسې ځایونو کې ولګوي چې د ښار څېره بدرنګه نه کړي:

"۱- نوم مې عتیق الله د فرزې له ولسوالۍ، ځینې کاندیدان چې عکسونه او پوسټرونه چاپوي، د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او ټول ګټو موسساتو پر دېوالونو چې زحمتونه پرې ایستل شوي نصبوي، دا ښه کار نه دی او باید و یې نه کړي.

"-باید دا پوسټرونه په هغو ځایونو کې نصب کړي چې ګټه ولري او په هغو ځایونو کې چې جنجال ترې جوړېږي باید نصب نه شي، ځکه د بېځایه عکسونو په نصبولو، ښار بې نظمه او بدرنګ ښکاري."

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مهمند ټینګار کوي چې د ولسي جرګې کاندیدان باید د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال، تبلیغاتي تصویرونه په کورونو او تاریخي ابداتوکې ونه لګوي.

دی وايي، هرکاندید چې له دغو کړنلارو سرغړونه وکړي، قانوني چلند په ورسره وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG