د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

کابل ښاروالۍ د اسانه خدماتو په هدف ۶ پروسې ساده کړي


د کابل ښاروالۍ خلکو ته د اسانه خدماتو د رسولو په مقصد، د دې ادارې شپږ پروسې ساده کړي دي.

د کابل ښاروالي وايي، دا شپږ برخې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې په واسطه ساده او د پخوا په پرتله څو برابره اسانه شوي دي.

د استحقاقي ځمکو تقسیم، د قبالو وېش، د صفايي محصول اخیستل، د ځمکو استملاک او توزیع، اضافه او حجمي تصرف د هغو برخو او پروسو نومونه دي چې د کابل ښاروالۍ لخوا ساده شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مسیح الله محبوب د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې پروسې له ساده کولو سره به د وخت د ضایع کېدو او اداري فساد مخه و نیول شي.

ښاغلی محبوب وايي چې دا پروسې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون په مرسته ساده کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل ښاروالۍ ادارې د خپلو وروستیو فعالیتونو او مثبتو تغیراتو د راوستلو په دوام دا ځل د ملکي خدماتو کمېسیون په مرسته د شپږو هغو سختو پروسو کارونه ساده کړي چې د وخت د ضایع کېدو سبب کېده موږ د دې ساده پروسې د تطبیق اعلان کوو."

دی وايي چې په دې شپږو برخو کې د اسانه خدماتو پروسه دا مهال پیل شوې او د یادو برخو مراجعین کولای شي چې خپل کارونه په لنډ وخت او د کم لګښت په بدل کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ په شمول د ډېرو ادارو مراجعین د کاغذ د لېږد رالېږد د پخواني سیستم او په معمولي کار د ډېر وخت له ضایع کېدو څخه شکایتونه لري او وايي چې له خدماتو څخه ډېر ځله سرګرداني ډېره وي.

په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د ملکي خدماتو رئیس احمد مسعود توخي وايي چې د ساده شویو برخو مراجعین کولای شي هغه کار چې پخوا يې ۲۲۵ ورځې نیولې وروسته له دې به په ۶ ورځو کې خلاصېږي.

د چارو کارپوه تاج محمد اکبر د دې پروسې پلي کول یو مثبت ګام بولي خو وايي چې د فساد د مخنیوي او له نوي سیستم سره د بلدو او تجربه لرونکو خلکو ټاکنې ته باید هم کار وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس موضوع دا ده چې خلک د تخنیک چلونکي دي چې باید باتجربه او له فساده پاک کسان وي او دا موضوع د اهمیت وړ ده، د مثال په ډول موږ ګمرکونه هم تخنیکي کړل ولې د فساد مخنیوی مو ونشو کړای نو عامه پوهاوی ډېر مهم دی چې باید پرې کار وشي."

ښاغلی اکبر وايي چې د فساد څخه د مخینوي لپاره باید خلک وپوهول شي تر څو هغه کار چې کمېشنکاران یې د ژر خلاصېدو په بدل کې پیسې اخلي د ښاروالۍ لخوا ساده شوی او کولای شي خپله یې په لنډ وخت کې خلاص کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG