د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

خلک: د کابل ښار پارکونه د معتادینو په مرکزونو بدل شوي


د کابل ښار چې د افغانستان تر نورو ښارونو ډېر خلک پکې اوسېږي، خو څو محدود تفریحي پارکونه لري چې د اعتیاد له پراخېدلو سره دا ځایونه هم له معتادینو څخه خوندي نه دي.

موږ دوو تفریحي پارکونو ته ورغلو چې د دې پارکونو د خدمتونو په اړه له خلکو سره خبرې وکړو.

هغه خلک چې دې پارکونو ته راغلي وايي چې دا تفریحي پارکونه اوس د معتادینو د را ټولېدو په مرکزونو بدل شوي دي.

هغه خلک چې د ښارنو او دېبوري پارکونو ته راځي وايي، په پارکونو کې لسګونه معتادین نشې کوي چې له يوې خوا يې د پارک فضا ککړه کړې او له بلې خوا دوی ته مزاحمت کوي:

"همدا اوس چې موږ د امتحانونو لپاره مطالعه کوو، د نشه يي موادو بوی او دود موږ ته مزاحمت کوي، موږ مجبوره یو چې یا مطالعه و نه کړو او یا هم له پارک څخه ولاړ شو، دولت باید معتادین پارکونو ته پرې نږدي، ځکه پارکونه د خلکو د سکون او ارام ځایونه دي."

"زما نوم عتیق الله دی او د انجینرۍ پوهنځي محصل یم، کله چې خلک په پارک کې معتادین ويني، منفي تاثیر ورباندې کوي، کله چې موږ درس وایو، نو د نشه يي موادو دود او بوی مو تنګوي. هغه کسان چې د ارام کولو لپاره پارک ته راځي او دلته معتادین ويني، بد تاثیر ورباندې کوي."

"موږ ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړي دي، د معتادینو د چرسو دود آن دا چې موږ لا نشه کوي او د محصلینو پام ځان ته رااړوي، مالیدلي چې له همدې امله ځينې محصلین معتاد شوي دي، معتادین باید داسې ځایونو ته یووړل شي چې نورو خلکو ته مزاحمت نه وي."

هغه خلک چې دیبوري پارک ته راځي ډېری يې د کابل پوهنتون محصلین دي، دوی وايي، له پل سوخته څخه د معتادینو تر شړلو وروسته اوس ټول ښار معتادینو نیولی چې زیاتره یې په تفریحي ځایونو کې اوسېږي.

کابل ښاروالي په ښار کې د څو لکو معتادینو موجودیت د روغتیا او نظافت په برخو کې لویه ستونزه بولي، خو زیاتوي چې ښاروالي يوازې نه شي کولای دا ستونزه حل کړي.

د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي مسئول جلیل سلطاني ازادي راډیو ته وویل چې ښاروالي د دې ستونزې د حل مسئولیت لري او له نورو ادارو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له پارکونو څخه معتادین را ټول کړي:

"له بده مرغه چې اعتیاد د دې ټولنې له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي، کابل ښاروالي تل له معتادینو څخه د را پیدا شویو ستونزو په اړه اندېښنه لري او اوس دا موضوع تر بحث او څېړنې لاندې ده، سره له دې چې کابل ښاروالي اجرائیه قوه نه لري، خو بیا هم د ښار د مدیریت او ستونزو د حل مسئولیت پر غاړه لري."

کله چې د کابل امنیه قومندانۍ د پل سوخته سیمه له معتادینو څخه پاکه کړه،نو په سلګونو معتادین د کابل ښار په سړکونو او تفریحي ځایونو کې ځای پر ځای شول او خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړ.

د افغان دولت او ملګرو ملتونو د څېړنو پر اساس دا مهال په افغانستان کې د معتادینو شمېر تر درې میلیونو اوړي چې ډېری برخه يې په کابل ښار کې اوسېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG