د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

سلطاني: د کابل ښاروالۍ یو شمېر کارکوونکي لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي


د کابل ښاروالي وايي، لوی څارنوالي ته د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي د اداري فساد په تور معرفي شوي دي.

د کابل ښاروالي د یوه کال په جريان کې تر سلو کسو زيات کارکوونکي يې په اداري فساد کې د لاس درلودو په تور لوی څارنوالي ته معرفي کړي دي.

د کابل ښاروالي وياند جليل سلطاني ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې په ښاروالي کې له اداري فساد سره اړوندې قضيې وې او اوس تر جدي څېړنې لاندې دي.

د ده په وينا دغه یو شمېر قضيې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي شوي دي.

ښاغلی سلطاني وايي:

"هغه کسان چې ورباندې د اداري فساد لوی تورونه وو، هغوی هم لوی څارنوالۍ ته ور معرفي شوي دي. په هغوی کې ځينې رئيسان دي چې په سیمه يېزو او مرکزي دفترونو کې وو او همدا راز هغه کسان چې په لوړو او کښته بستونو وو، هغوی هم معرفي شوي دي او دا کار دوام لري. "

د کابل ښاروالي د ویاند په وينا، د دغو کسانو شمېر تر يو نيم سلو زيات وو او دا ټول هغه کسان وو چې پر وړاندې يې د اداري فساد تورونه وو.

د ښاغلي سلطاني په وینا، په دغو کسانو کې چې لويې څارنوالي ته معرفي شوي دي هغه کسان هم دي چې د قراردادونو په برخه کې وو او يا هم د ځمکو د وېشلو په برخه کې مديران وو.

جليل سلطاني وايي، د هغو کسانو وظيفې اوسمهال ځنډول شوي دي چې د اداري فساد اړوندې دوسيې يې لویې څارنوالي ته تللي او په هغه صورت کې که د عدلي او قضايي ارګانونو له‎خوا برأت ومومي بېرته به د کابل په ښاروالي کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لويه څارنوالي هم دا موضوع تائيدوي او وايي چې د اداري فساد په تور يې له بېلابېلو ادارو څخه د زرګونو کسانو پر وړاندې دوسيې تر لاسه کړي دي او په هغوی کې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو دوسيې هم شاملې دي.

د لوی څارنوالي وياند جمشيد رسولي
د لوی څارنوالي وياند جمشيد رسولي

د لوی څارنوالي وياند جمشيد رسولي له ازادي راډيو ته وويل:

"د تېر کال په زرګونو قضيو کې چې د لويې څارنوالي له‎خوا تر څېړنې لاندې دي، د اداري فساد سره اړوندې قضيې هم شاملې دي او هغه قضيې چې د کابل د لويې څارنوالۍ څخه راغلي دي هم په جديت سره څېړل کېږي. "

د ښاغلي رسولي په وينا، لوی څارنوالي ته د اداري فساد اړوندې قضيې تر پخوا ډېري ورغلي او د دې عمده دلیل دا دی چې په افغانستان کې له مجازات کېدو څخه د معافیت فرهنګ له‎منځه تللی دی.

ده زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت د اداري فساد پر وړاندې مبارزه له خپلو کاري لومړيتوبونو څخه ګڼي او د اداري فساد پر وړاندې يې عدلي او قضايي مرکز هم جوړ کړی دی.

افغان ولسمشر هم د اداري فساد پر وړاندي په يوه کنفرانس کې چې د ثور په اتلسمه په کابل کې وشو، د فساد پرضد د حکومت پر جدي مبارزه ټينګار وکړ.

تېره مياشت د اداري فساد پر وړاندې د جدي جرايمو عدلي او قضايي مرکز څلور کسان په پنځه کاله او شپږ مياشتو بند حمکوم کړل.

په دغو کې درې د عزيزي بانک پخواني کارکوونکي او يو صراف دی.

XS
SM
MD
LG