د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د سولې عالي شورا مرستیال: له طالبانو سره روانې خبرې هېله بخښونکي دي


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، له وسله‎والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې هېله بخښونکي دي.

عزیز الله دین محمد که څه هم د دغې شورا د مرستیال عطاءالرحمن سلیم څرګندونې د هغه شخصي نظر ګڼي؛ خو وايي، د سولې روانې خبرې اترې هېله بخښونکي دي.

ښاغلي دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

عزیز الله دین محمد
عزیز الله دین محمد

"اصلاً د جګړې په حالت کې کله نا کله داسې څرګندونې مطرح کېږي، کله ورته تمه پیدا کېږي او کله هم تمه ورنه ختمېږي، زه د ښاغلي سلیم په نظر باندې نه پوهېږم، خو دومره ویلی شم چې د سولې نه مایوسه کېدل په کار نه‎دي او کوم څه چې د سولې شورا نظر دی هغه دا دی چې داسې به نه‎وي چې طالبان د سولې هېڅ پروګرام نه‎لري او موږ د سولې له ترسره کېدو مایوسه نه یو، هیله مو دا ده چې دا سوله به کېږي."

خو تردې وړاندې د سولې عالي شورا بل مرستیال عطاءالرحمن سلیم په یوه غونډه کې ویلي چې طالب مشران د سولې د ټينګښت لپاره هېڅ پروګرام نه‎لري.

ښاغلي سلیم دا هم ویلي چې وسله‎والو طالبانو تراوسه د سولې غږ نه‎دی پورته کړی او نه‎یې د افغانستان د خلکو، حکومت او د سولې د عالي شورا د سولې پیغامونو ته یې مثبت ځواب ویلی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي سلیم د یادو څرګندونو په اړه له نوموړي سره هم خبرې وکړي، خو د بیا- بیا هڅو با وجود یې هم زمونږ اړیکه ځواب نه‌کړه.

سولې ته د طالبانو د نه تمایل په تړاو د سولې عالي شورا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان حکومت تر دې مخکې په کور دننه او بهر د سولې په تړاو ناستې جوړې کړي دي، خو د افغان کارپوهانو په وینا کومه مثبته نتیجه نه‎ده ورکړې.

وسله‎وال طالبان د سولې په خبرو اترو کې استقلالیت نه‎لري.

د وروستیو هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د مسکو غونډه رابلل شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین نصیر احمد اندیشه په مشرۍ یو لوړ ‎پوړي پلاوی له دې امله مسکو ته سفر کړی.

د افغانستان د سولې لپاره‎ مسکو غونډې ته د تیارۍ رسمي بهیر د جمعې په ورځ پیل شو، خو تر اوسه د دې غونډې دقیقه نېټه نه‎‎ده ټاکل شوې.

که څه هم تراوسه له روسي چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو اترو په اړه له رسنیو سره معلومات نه‎دي شریک شوي، خو د سولې عالي شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان بیا د سولې عالي شورا د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي، وسله‎وال طالبان د سولې په خبرو اترو کې استقلالیت نه‎لري او هغه کار کوي چې یو شمېر ملاتړي هېوادونه یې غواړي.

ودیر صافی
ودیر صافی

د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وايي:

"په خواشینۍ سره چې وسله‎وال طالبان په خپل واک کې نه‎دي او هغه څه چې د نورو هېوادونو له‎خوا زموږ په ګاونډ کې ورته لاښوونه کېږي، هغه عملي کوي او دا ښکاره خبره ده تر کومه چې دغه ملاتړي هېوادونه قانع شوي نه‎وي دوی خپله پرېکړه نه‎شي کولی."

ښاغلی صافی وايي، له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره حل‎لاره دا ده چې افغان حکومت باید د نړېوالې ډيپلوماسۍ له لارې په لوړه کچه پر ګاونډيو هېوادونو فشار راولي چې وسله‎وال طالبان د سولې خبرو کښنوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG