د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

افغان پلاوی په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې په اړه روسیې ته تللی


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوی په مسکو کې دی او له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له روسي چارواکو سره په دې هېواد کې د افغانستان د سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې پر څرنګوالي سلامشورې روانې دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې وزارت د مرستیال نصیر احمد اندېشه په مشرۍ یو پلاوی په مسکو کې دی او د سولې د پروسې په باب خپل نظر او دریځ له روسي مقاماتو سره شریکوي.

ښاغلي احمدي وویل:

"موږ خپل نظریات شریکوو، پرته له شکه څرنګه چې موږ تر دې مخکې ویلي دي چې سوله باید د افغانستان په مشرۍ او د افغانستان په مالکیت وي، زموږ لپاره دا اساسي مسئله ده او پر همدې مسئله خبرې کوو."

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل د مسکو په روانو خبرو کې افغان حکومت، روسیه او نورې خواوې چې غواړي د سولې په مسئله کې همکاري وکړي په افغانستان او په ټوله کې په سیمه کې د سولې پر مسئله سلا مشورې کوي.

د افغانستان د سولې په مسئله کې د روسيې د رول په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې افغان حکومت نه‌یوازې د روسيې، بلکې د هر هغه هېواد له هڅو هرکلی کوي چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

د صبغت‌الله احمدي په خبره تر اوسه معلومه نه‌ده چې د افغانستان په اړه د مسکو غونډه به کله جوړېږي.

ټاکل شوې وه چې مسکو غونډه د روانې سپټمبر میاشتې په څلورمه جوړه شي، خو د افغان حکومت په غوښتنه دا غونډه وځنډول شوه.

افغان حکومت وايي، د لا نورو مشورو او چمتووالي په خاطر يې له روسيې وغوښتل چې د مسکو غونده چې د سیمې د هېوادونو په شمول طالبانو هم په‌کې پر ګډون موافقه کړې وه، وځنډوي.

که څه هم افغان حکومت د مسکو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه څه نه‌وايي، خو روېټرز خبري اژانس د روسي رسنیو په حواله ویلي دي چې د دې هېواد ډیپلوماتان په دې باور دي چې طالبان په مسکو کې د سولې په راتلونکو خبرو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG