د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

روسیې ته د افغان پلاوي له تګه د سولې د عالي شورا هیله مندي!


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، مسکو ته د افغان حکومت د پلاوي سفر به هرو مرو مثبتې نتیجې له ځانه سره ولري.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د هڅو په دوام، د سولې عالي شورا هیله ښي چې مسکو ته به د افغان پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وي.

د دغې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به له روسي چارواکو سره د داسې ناستې په اړه چې د سولې د خبرو لپاره ښه پیلامه وي، خبرې وکړي.

عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"زه باوري یم چې دا خبرې به نتیجه ورکوي، که په نېږدې راتلونکې کې نتیجه ورنه کړي، خو دا چې افغان لوری د سولې په اړه خپل لیدلوری له روسانو سره شریکوي او د هغوی سر خلاصوي، دغه کار هم بې ګټې نه دی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د تللي افغان پلاوي په اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه او د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک د افغان سولې د ناستې په اړه د خبرو لپاره روسیې ته سفر وکړ.

که څه هم تراوسه له روسي چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو اترو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک شوي، خو د سولې عالي شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.

ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د افغان سولې په اړه په مسکو کې یوه ناسته جوړه شوې وای، خو د افغان حکومت د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېده.

روسي چارواکو ویلي چې له افغان حکومت سره په سلا مشورې به د دغې ناستې لپاره مناسبه نېټه وټاکي.

مسکو په یاده ناسته کې چې وځنډېده، د ۱۲ هېوادونو په ګډون طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه چې طالبانو د خپل پلاوي د استولو په اړه ډاډ ورکړی و.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د مسکو جوړېدونکې ناستې ته دومره خوشبین نه دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي وایي:

"په افغانستان کې جګړه بېلابېل اړخونه لري، پر نړیوال اړخ سربېره یې په کور دننه هم ابعاد پراخ او پېچلي شوي دي، تر هغې چې افغانان یو بل ونه مني، د روسیې په ګډون هېڅ هېواد ورته څه نه شي کولای."

د ښاغلي انعامي په خبره، افغانان باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره په کور دننه د خپلو ستونزو پر هواري سربېره، د دښمانو په وړاندې هم په یو واحد او نه ماتېدونکي صف کې ودرېږي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG