د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

سولې ته تږی افغانستان، د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ لمانځي


د سېپټمبر ۲۱مه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې اوس هم سوله نه‎ده راغلې.

د سولې د نړیوالې ورځې لمانځنه په‎داسې حال کې کېږي چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دی او هره ورځ په‎کې په چاودنو او ځان وژونکو حملو کې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او سوله‎ییز ژوند غواړي.

د دغې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له وسله‎والو طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای، سوله هم تجربه کړي.

عطاء الرحمن سلیم
عطاء الرحمن سلیم

دی زیاتوي:

"سوله له افغانانو ورکه شوې، یوه قراني خوږه کلمه ده. په وسله‎والو مخالفینو مې غږ دی چې جګړه مو تجربه کړې، راشئ او یو ځل سوله هم تجربه کړئ. راشئ د بین‎الافغاني خبرو او مذاکراتو له لارې، هغه هدف ته چې ورپسې یاست، ورسېږئ."

په افغانستان کې د سولې هڅې له کلونو راهیسې روانې دي، خو د دې هېواد خلک سولې ته چې ستره هیله‌یې ده، نه‎دي رسېدلي.

د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د عربستان د مکې او جدې په ښارونو کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته، په کابل کې د کابو ۳۰۰۰ دیني عالمانو ناسته چې د جګړې پر ضد یې فتوا ورکړه او په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته، د سولې د ټینګښت عمده هڅې ګڼل کېږي.

همدا شان څو ورځې مخکې د «او. ای. سي» یا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان ناسته چې په سعودي عربستان کې جوړه او د افغانستان د سولې ملاتړ په‎کې شوی و، د سولې د هڅو یوه برخه وه.

له دغو ناستو دمخه د کعبې امام، د یوې جمعې په خطبه کې د افغانستان جګړه ورور وژنه ګڼلې او په‎دې هېواد کې يې د سولې دعا کړې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د ارګ په یوې ناسته کې وویل، هېواد يې سولې ته نږدې شوې او دی چمتو دی چې په دې لاره له ځانه هم تېر شي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

نوموړي ویلي و:

"د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې د جګړې ختمېدل، د سولې ټینګښت، ثبات او عزت غواړي. که زما سر غواړي حاضر یم چې ور ېې کړم. د افغانانو ترمنځ مذاکرات غواړو ځکه چې سوله ملت پورې اړه لري او یوازې د دولت کار نه‎دی. تل‎پاتې سوله دقت غواړي او په‎دې لاره کې د لومړي ګام پورته کول جرأت دی."

افغان حکومت د کابل د پروسې په ناسته کې چې د روان میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شوه، د وسله‎والو طالبانو بې قید او شرطه وړاندیزونه یې په‎کې مطرح کړل.

له دغو وړاندیزونو نه په ملي،سیمه‎ییزه او نړیواله کچه ملاتړ وښودل شو، خو طالبانو د پخوا په شان ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره نه بلکې، غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

بل‎خوا څو اوونۍ مخکې تأییده شوه چې د طالبانو یوه پلاوي په قطر کې له امریکایي چارواکو سره لیدلي او ادامه به ولري، خو تراوسه د دغو لیدنو د دوهم پړاو په اړه په رسمي توګه څه نه‎دي ویل شوي.

د سیاسي چارو افغان پوه شهزاده مسعود، سره له‎دې چې د سولې لپاره شوې هڅې مهمې ګڼي وايي، تر اوسه په‎دې اړه یو واحد مېکانېزم موجود نه دی.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

دی زیاتوي:

"د سولې په اړه په هېواد کې دننه هم نظریات مختلف دي او ځینې هېوادونه چې د افغانستان په سوله کې ښکېل دي هم دغه سوله د خپلو ځانګړو ګټو په پام کې نیولو سره غواړي. زما په نظر لومړی باید افغانان، بیا د سیمې او ورپسې د نړۍ هېوادونه د سولې په‎دې هکله خپل واحد دریځ غوره کړي."

په روان لمریز کال کې د حکومت له‎خوا د کمکي اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند اعلان او په لوی اختر کې هغوی ته د مشروط اوربند وړاندیز د سولې هڅې دي چې ترسره شوي دي.

وسله‎والو طالبانو د کمکي اختر په ورځو کې دغه اوربند رعایت کړ، خو په لوی اختر کې یې ورته مثبت ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې تېر کال د سولې له پروسې سره یوځای شو، شکایت کوي چې د حکومت او د دوی ترمنځ د توافق‎نامې مواد سم نه‎دي پلي شوي.

د دغه حزب د خپرونو د برخې یوه غړي فضل غني حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په‎دې برخه کې ټولې شوې ژمنې عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له حزب‎اسلامي سره چې توافقات شوي، عمل پرې نه‎دی شوی او حکومت ېې په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. هیله مند یو چې ژر تر ژره دغه توافق‎نامه عملي او وفا پرې وشي."

خو افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د دغو توافقاتو ځینې برخې عملي شوي او د ټولو د پلي کېدو لپاره کارونه روان دي.

سربېره پردې کابل ته د هلمندي ځوانانو پلی تګ او له کابله بیا تر مزار شریف پورې د دې لوڅې پښې تګ د سولې لپاره مهمه هڅه ګڼل شوې ده.

که څه هم طالبانو دغه حرکت بهرنۍ پروژه ګڼلې، خو دغه اقدام په افغانستان کې دننه او بهر ستایل شوي دي.

د سولې پلی کاروان
د سولې پلی کاروان

افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره په ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې چې دا یو ښه پرمختګ دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم دغه اجماع مهمه ګڼي، خو ټینګار کوي اوس هم ځیني هېوادونه ترورېزم پالي.

امید میثم
امید میثم

دی وايي:

"په هېواد کې دننه د بېلابېلو قشرونو ترمنځ او هم د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع موجوده ده، خو له بده‎مرغه په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې د ترورېزم پالل‌یې د کارونو په دستور کې دي، خو په ټوله کې ډېر هېوادونه دي چې د سولې غوښتنې لپاره د افغانستان د ملت او دولت ملاتړ کوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د لومړي رئیس برهان‌الدین رباني او د دغې شورا د غړي ارسلا رحماني وژل کېدل، د سولې د لارې مهمې قربانۍ دي.

خو له دغو ټولو سره سره، سوله چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده، تر اوسه تأمین شوې نه‎ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره له خبرو پرته بله غوره لاره نه‌شته او دغه ذهنیت د شورا د غړو په خبره اوس عام شوی هم دی.

خو اوس د روسیې ناستې ته چې په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړه شي، هیلې زیاتې شوي او وبه لیدل شي چې د سولې لپاره به څه نتایج ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG