د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

طالبان له امریکا سره د بل دور خبرو لپاره تیاری نیسي


د طالبانو دوو مشرانو چې له امریکا سره د خبرو له بهیره خبر دي، روېټرز ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه د یوه پلاوي پر ترکیب کار کوي چې له امریکایي چارواکو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو بل دور خبرې ترسره کړي.

د دوی په وینا په‎دې غونډه کې به دا ځل د بندیانو د تبادلې پر مسئلې خبرې وشي.

د طالبانو دغو مشرانو چې د خپلو نومونو نه‌ښودلو په شرط‌یې روېټرز ته په‎دې اړه نور معلومات ورکړي وایي چې د طالبانو مشرتابه د یوه درې کسیز یا څلور کسیز پلاوي د ګومارلو او د هغو موضوعاتو په اړه چې له امریکایي چارواکو سره په کېدونکې غونډه کې به مطرح کېږي، بحثونه کړي دي.

د طالبانو دغو مشرانو ویلي چې ښایي په‎دې غونډه کې د بندیانو د تبادلې پر موضوع بحث او خبرې وشي او ورپسې به ډېر ژر بله غونډه هم وشي، که متحده ایالات دا په ډاګه کړي چې د بندیانو د خوشې کېدو لپاره په خبرو کې جدي دی.

یوه طالب چارواکي ویلي چې دغه غونډه به د خبرو راتلونکې وټاکي او هم به دا موږ ته څرګنده شي چې ایا امریکا د خبرو اترو په اړه جدي او صادقه ده؟

د هغه په وینا موږ به د هغو بندیانو یو فهرست چې د افغانستان په زندانونو کې ساتل کېږي، امریکایانو ته وړاندې کړو او که دوی زموږ بندیان خوشې کړي نو موږ به بیا غونډه وکړو او پر یوې بلې مهمې موضوع به خبرې وکړو.

د روېټرز د راپور له مخې که دغه غونډه تأیید شي دا به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جولای د میاشتې له ترسره شویو خبرو وروسته بله غونډه وي چې کېږي.

ویل کېږي چې هغه مهال د طالبانو استازو د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ولز سره کتلي وو.

د طالبانو دغو مشرانو ویلي چې له امریکایي چارواکو سره په کېدونکې غونډه کې به د طالبانو د پلاوي مشري د قطر د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی کوي، خو دوی دا خبره هم کړې چې ښایي د ستانکزي پر ځای چې اوس د قطر د دفتر د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي یو بل کس وټاکل شي او د طالبانو مشرتابه پر دې غور کوي.

وسله‎والو طالبانو چې د افغانستان د حکومت له لوري اعلان شوي اوربند ته تر اوسه ځواب نه‎دی ویلی او برعکس‌یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملو ته زور ورکړی، له امریکا سره د مخامخ خبرو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د روېټرز په لیکنه په تېر جون میاشت کې د مؤقت اوربند له ټینګېدو وروسته چې د سولې د خبرو لپاره غوښتنو زور واخیست، متحده ایالاتو هم ومنله چې له طالبانو سره مخامخ خبرو کې ګډون کوي.

د سولې د خبرو د ګړندي کېدو د هڅو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په‎دې وروستیو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد د ځانګړي سلاکار په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG