د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

بهرنیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه خپاره کړي؟


سټارز اینډ سټرایپس:

سټارز اینډ سټرایپس امریکايۍ ورځپاڼې د متحده ایالاتو د جورجیا ایالت د ۴۸ مې پوځي لوا د قوماندان څرګندونې خپرې کړې دي چې ټاکل شوې، له ۲۲۰۰ سرتېرو سره په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان ته راشي.

ډګروال متیو سمیت سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبانو او داعش ډلې په دې وروستیو کې په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي، چېرته چې دده په مشرۍ ۲۲۰۰ تازه دمي امریکايي سرتېري استول کېږي.

ډګروال سمیت ویلي، دده تر قوماندې لاندې ۴۸مه لوا به د باګرام هوايي اډې د امنیت پر ساتلو سربېره، افغان سرتېري روزي او د هغو ځانګړو امریکايي سرتېرو ملاتړ به هم کوي چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

دغه امریکايي دګروال ویلي، افغان امنیتي ځواکونه په مسلکي ډول پرمختګ کوي او دا ځواکونه اوس تر هغه وضعیت چې ده مخکې لیدلي وو، په ښه حالت کې دي.

ډګروال سمیت افغانستان ته تلونکو پوځي افسرانو او سرتېرو ته ویلي، دوی به د ژمي په موسم کې چې جګړه په کې کمېږي، په افغانستان کې ځای پر ځای شي او د لازمې تجربې او تمرین له مخې، دوی دې ماموریت ته پوره چمتو دي.

خو د هغه په خبره، دا په هېڅ ډول په دې معنی نه ده چې دا به یو اسانه او یا بې خطره ماموریت وي.

سټارز اینډ سټرایپس امریکايۍ پوځي ورځپاڼې لیکلي دي چې د جورجیا ۴۸ مه لوا به د کلوراډو د لومړۍ تهاجمي لوا اړوند ډلګۍ ځای ونیسي چې په افغانستان کې یې د جګړې په ډګر کې خدمت کړی دی.

ورځپاڼه وايي، دا تازه دمه ۲۲۰۰ سرتېري به د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر وروستیو په مکمل ډول په افغانستان کې ځای پر ځای شي.

سکوپ انډیپنډنټ:

سکوپ انډیپنډنټ نیوزیلنډۍ خپرونې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ او بشري مرستو د کموالي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکي ټوبي لانزر اندېښنه راخيستې ده.

ټوبي لانزر سکوپ نیوز ته ویلي دي سره له دې چې په افغانستان کې د تېر بل هر وخت په مقایسه د سولې لپاره هیلې زیاتي دي، خو په دې هېواد کې موقت بېړنی وضعیت د کلونو پرمختګونه له منځه وړلای شي او د یوه سوله ییز، شفاف او امن افغانستان تصور بدلولای شي.

نوموړي په افغانستان د روانې وچکالۍ له امله خبرداری ورکړی دی چې مرستندویه ټولنې باید له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره په اوږد مهاله حل غور وکړي.

سکوپ نیوز خپرونې د لانزر له قوله لیکلي:

"وچکالۍ تر اوسه ۵۰۰۰۰۲ زره کسان بې ځایه کړي او وچکالۍ ځپلې سیمې او بې ځایه شوې کورنۍ د افغانستان له سخت ژمي سره مخ دي.

خپرونې د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي اندېښنه هم نکل کړې ده چې هغه د افغانستان له روانې وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کموالي په اړه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږي کونکې ادارې مشر ټوبي لانزر ویلي دي چې دوی د ۲۰۱۸ کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو په خاطر چې د کومو مالي منابعو غوښتنه کړې وه، تر اوسه پورې د هغې یوازې یوه پر درېیمه برخه برابره شوې ده.

XS
SM
MD
LG