د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

مشرانو جرګه: د افغان سولې په اړه د سعودي غونډو نتیجه نه‌ده ورکړې


په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د جدې ښار د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د لويې غونډې کوربه وو چې پکې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ اعلان پکې وشو، خو د افغانستان مشرانو جرګه داسې غونډې بې اغیزې بولي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل تر هغې چې سعودي عربستان عملاً د افغانستان په اړه اقدامات ونه کړي او پر طالبانو فشار وارد نه کړي په دغه هېواد کې به سوله ټینګه نه شي.

آصف صدیقي
آصف صدیقي

صدیقي زیاته کړه:

"هغه غونډه چې تېره ورځ په جده کې جوړه شوه او یو ځل بیا يې فتوا صادره کړه پر خپل ځای خو اندېښنې دا دي چې تر اوسه موږ د دې شاهدان نه یو چې عربستان دې عملاً د افغانستان ملاتړ کړی وي، موږ هیله مند یو چې ژمنې يي عملي اړخ پیدا کړي او د افغانستان په قضایاوو کې صادقانه چلند وکړي."

د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ د جدې په ښار کې یو ځل بیا په افغانستان کې جګړه وغندله او ويې ویل چې دوی په دغه هېواد کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمد ویلي چې د جدې په غونډه کې د افغانستان د سولې له بهیره د نړۍ په تېره بیا د اسلامي هېوادونو پر ملاتړ ټینګار وشو.

له دې وړاندې روان کال د جولای په میاشت کې هم د سعودي عربستان د مکې او جدې په ښارونو کې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډې رابلل شوي وې.

هغه وخت هم د اسلامي نړۍ عالمانو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او پر ځای يې د سولې د خبرو غږ پورته کړی وو.

له دغو غونډو مخکې بیا د کعبې امام د جمعې د لمانځه په یوه خطبه کې د افغانستان روان جنګ ورو وژنه وبلله او د بندېدو لپاره يې دعا وکړه.

افغان حکومت د حرمين الشرىفين امامانو له څرګندونو هر کلی وکړ

ویل کېږي چې سعودي عربستان پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري او لومړنی هېواد وو چې په افغانستان کې يي د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپيژاند.

له دې سره سعودي عربستان پر پاکستان چې د طالبانو پر ملاتړي هېواد تورن دی نږدې اړیکې لري.

خو انتقادونه دا دي چې د سعودي عربستان په کوربه توب د اسلامي نړۍ د عالمانو له سترې غونډې شااوخوا دوه میاشتې تېرېږي خو د طالبانو په جګړو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی بلکې حملې يې لا زیاتې شوي او همدا راز پر اسلام اباد هېڅ ډول فشار نه دی راغلی.

له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا د سعودي عربستان غونډې له لاسته راوړنو ډکې او هیله بخښونکي ګڼي.

د دغې شورا مرستیال عطالرحمان سلیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله مندي وښوده چې د دغه غونډو د پرېکړو په اړه عملي اقدامات هم تر سره شي.

عطاالرحمن سلیم
عطاالرحمن سلیم

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د دغو غونډو جوړېدل په خپل ذات کې یوه لاسته راړنه ده چې دغه لړۍ دوام وکړ او دا چې د اسلامي هېوادونو د غړو په کچه دویمه غونډه جوړېږي دا د دوی د فعالېدو ښکارندویي کوي او موږ هیله مند یو چې په دې برخه کې به عملي ګامونه هم واخیستل شي."

د مشرانو جرګې ځينې نور غړي له ډلې يې فرهاد صدیقي پر پاکستان جدي فشارونو ته اشاره کوي وايي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې شریک دی.

د نوموړي په وینا تر هغې چې اسلام اباد تر فشار لاندې رانشي په افغانستان کې به جنګ او تاوتریخوالی کم نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG