د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډې ته د سولې شورا خوشبیني!


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو په سعودي عربستان کې غونډه به ښې پایلې ولري.

د دې شورا اداري پلاوی وايي چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د جوړېدونکې غونډې پایلو ته هیله‎من دي.

د دغې شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» ازادي راډيو ته وویل، سعودي عربستان د وسله‎والو په ملاتړو هېوادونو نفوذ او ښې اړیکې ورسره لري.

ښاغلی دین محمد وايي چې له سعودي عربستانه دا ډول غوښتنه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې شوې وه، خو سعودي عربستان د دا ډول غونډو د کوربه‎توب لپاره شرط درلود.

حاجي عزیزالله دین محمد
حاجي عزیزالله دین محمد

دی زیاتوي:

"دغه غوښتنه د سعودي له پاچا د حامد کرزي په وخت کې څو څو وارې وشوه، خو د سعودي شرطونه دا وو:

  • طالبان دې له القاعده پرېکون اعلان کړي.
  • د سولې په برخه کې دې افغان حکومت دوی ته بشپړ واک او صلاحیت ورکړي.

طالبان دې شرط ته چمتو نه‎وو، نو ځکه موضوع پاتې کېده، د اسلامي همکاریو سازمان له لوري غونډه دغه یو ښه بدلون دی او نتایج به‎یې هم ډېر ښه وي."

ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د دایمي غړو په کچه د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود په غوښتنه د افغانستان د سولې او ثبات په اړه غونډه جوړه شي.

د دغه سازمان مشر ډاکتر یوسف بن احمد العطیمین په یوه اعلامیه کې د سعودي عربستان له پاچا مننه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو له چټکتیا ملاتړ کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د سعودي عربستان په سپېڅلي ښار مکې او جدې کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډې جوړې شوې وې او په یوه اعلامیه کې یې په افغانستان کې د ناحقه وینو د بهېدو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې له سعودي عربستان د نړیوالو د همکاریو غوښتنې زیاتې شوي.

د دغه کمېسیون غړې مېرمن ارین یون ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان هڅې ګټورې دي چې په‎دې وروستیو کې د سعودي عربستان پام افغانستان ته زیات شوی دی.

مېرمن ارین یون
مېرمن ارین یون

نوموړې وايي:

"دا ډول کنفرانسونه د افغانستان د سولې په راتګ کې ګټور تمامېدای شي، اوس چې ګورو افغانستان ته د سعودي عربستان توجه زیاته شوې چې دا یو ښه زېری دی، زه هیله لرم چې د دا ډول کنفرانسونو پایلې به ښې وي."

له تېرو شااوخوا ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان د سولې په تړاو په بېلابېلو هېوادونو کې مختلفې غونډې جوړې شوې، خو تر اوسه هم کومه څرګنده پایله‌یې نه‎ده ورکړې.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې په تړاو د دا ډول غونډو پرېکړې جدي تعقیب کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG