د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د سعودي په ناسته کې د ایران غیابت او د پاکستان کمرنګه ګډون څه پیغام لري؟


د سعودي عربستان په کنفرانس کې د ایراني عالمانو نه‌ګډون او د پاکستاني عالمانو کمرنګه ګډون په افغانستان کې غبرګونونه او پوښتنې راولاړې کړې دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې تهران او اسلام‌اباد په دې کار سره وښوده چې په افغانستان کې سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۰» ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه باید اسلامي هپوادونه غلي پاتې نه‌شي او د ایران او پاکستان په وړاندې باید سخت غبرګون وښيي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان او ایران د افغانستان په جګړه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دخیل دي او هېڅکله نه‌غواړي چې په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله تأمین شي، زه هیله‌مند یم چې اسلامي هېوادونه به دا مسئله تعقیب کړي او له دې دواړو هېوادونو سره به سوداګریزې او ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي او پر دې دواړو هېوادونو نور فشارونه هم وارد کړي نو د افغانستان په ګټه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د سعودي عربستان په جدې ښار کې دوه ورځنی کنفرانس چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شوی د چهارشنبې په ورځ هم د دې هېواد په مکه مکرمه کې دوام لري.

په دې ناسته کې د افغانستان د دیني عالمانو تر څنګ له ۳۵ د زیاتو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو برخه اخیستې او د افغانستان د سولې په اړه بحث کوي.

په دې ناسته کې د ایران دیني عالمانو د نه‌ګډون او د پاکستان د یو دیني عالم د ګډون راپور ورکړل شوی دی.

  • اوس پوښتنه دا ده چې د سعودي په کنفرانس کې د ایراني عالمانو نه‌ګډون او د پاکستاني عالمانو کم‌رنګه ګډون پر دې ناسته کوم تأثیرات درلودلای شي؟
شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

د سیاسي چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود دې پوښتنې ته ځواب وايي:

"ایران او پاکستان په شکل د اشکالو د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي، زه فکر کوم چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې ناسته کې د ایراني عالمانو نه‌ګډون او د پاکستاني عالمانو کم‌رنګه ګډون دا په ډاګه کوي چې له بده مرغه زموږ ګاونډيان د افغانستان په اړه نېک نیت نه‌لري، که د افغانستان په مسایلو کې زموږ ګاونډي هېوادونه مرسته ونه‌کړي زموږ ستونزه به همدا ډول دوام ولري."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول د طالبانو په ملاتړ تورن دی او افغان چارواکي وايي چې د افغان سولې په مسئله کې د دې هېواد مرسته حتمي او ضروري خبره ده.

دغه‌شان د ایران نوم هم د وسله‌والو طالبانو د مرسته کوونکي هېواد په توګه یادېږي او افغان او امریکايي مقاماتو ویلي چې تهران له دې ډلې سره مالي او نظامي مرستې کوي.

خو د کعبې شریفي امام تېره ورځ د سعودي عربستان په کنفرانس کې د افغانستان جګړه فتنه یاده کړې او ویې‌ویل هر څوک چې نه‌غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي د شیطان لاره تعقیبوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG