د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

افغان عالمانو د نړۍ دیني عالمان د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب ته دعوت کړل


د افغانستان دیني عالمانو د سعودي عربستان په ناسته کې د نړۍ دیني عالمانو ته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د منځګړیتوب بلنه ورکړه.

د افغان سولې او جګړې په اړه د سعودي عربستان په ناسته کې افغان دیني عالمانو د دغه کنفراس له ګډون کوونکو علماوو څخه وغوښتل چې خپل له منځه یو پلاوی وټاکي څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا مشر قیام‌الدین کشاف په یاده ناسته کې د وینا پر مهال د سعودي پاچا او حکومت ته په خطاب کې ویلي چې د سولې د مذاکراتو لپاره دې طالبان حرمینو ته دعوت کړي.

ښاغلي کشاف د یادې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د دغې ناستې پایلو ته ډېره هیله‌مندي شته.

مولوي قیام‌الدین کشاف
مولوي قیام‌الدین کشاف

نوموړي زیاته کړه:

"د ټولو علماوو نظریات ډېر ښه وو، مثبت وو او ټولو حق ته حق ووایه او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي هغه نه‌توجیه کېږي. د اسلام له نظره زموږ همدغه توقع وه چې دا یې وویلې او ان‌شاءالله چې نتیجه به‌یې ډېره مثبته وي."

د ښاغلي کشاف په خبره علماء مکلفیت لري چې د تشدد، عام وژنې، افراطیت، انفجار او انتحار په اړه واضح دریځ څرګند کړي.

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مشر همداراز ویلي چې حکومت افغان دیني عالمانو ته د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب صلاحیت ورکړی او دوی هم په ټول امانت دغه صلاحیت د نړۍ دیني عالمانو ته ورکوي.

په سعودي عربستان کې د څه باندې ۳۷ هېوادونو د دیني عالمانو ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.

د دغه ناستې لپاره وار له مخه په افغانستان کې د حکومت سربېره سیاسي جریانونو خوشبینې ښودلې ده.

خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو ناسته غندلې ده.

له دې ټولو سره سره د کعبې امام صالح بن حمید په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې روان وضعیت نور د زغم نه‌دی.

د ښاغلي حمید په خبره اسلام د سولې دین دی او په‌کار ده چې اختلافات د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"اسلام د سولې او سلام دین دی، موږ یو بل سره په السلام علیکم باندې روغبړ کوو، امن او ایمان د یو بل قرین او جانشین دي، په قران شریف کې دا پوښتنه شوې چې کومه ډله د خدای له عذابه په دنیا او اخرت کې د امن ډېره مستحقه ده؟ ځواب‌یې هم راغلی دی چې هغه ډله چې ایمان‌یې راوړی او د ایمان تر څنګ‌یې ظلم نه‌دی کړی، د دوی لپاره امن دی او همدوی ته هدایت او لارښوونه شوې ده."

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار بیا وايي چې د سعودي ناسته د دواړو افغان حکومت او طالبانو لپاره طلايي فرصت دی.

ښاغلي ایزدیار د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې طالبان باید د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د بهرنیانو د وتلو په ګډون ټول د اختلاف وړ مسایل د جګړې نه، بلکې د خبرو لارې حل کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG