د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

جده کې د سولې د کنفرانس په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو مقالې او تبصرې


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د جدې د سولې د کنفرانس په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ماندګار

د ماندګار ورځپاڼې په لومړي مخ لیکل شوي چې په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس د افغانستان په تاریخ کې نه‌هېرېدونکی دی.

ورځپاڼې د دغې ناستې د یو ګډون کوونکي له قوله لیکلي چې په وروستیو څلورو لسیزو کې د افغانستان د جنګ په اړه په ټوله اسلامي نړۍ کې دغه ډول کنفرانس نه‎وو جوړ شوی.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې وسله‎والو طالبانو ته په مکه معظمه کې د سولې د خبرو اترو لپاره بلنه ورکول کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې په‎دې کنفرانس کې ګډون کوونکي افغان پلاوي د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسېدو او له وسله‎والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پېلېدو په هدف اته وړاندیزونه کړي دي.

په سرمقاله کې د کعبې د امام له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې جنګ فتنه ده او باید دغه جګړه ډېر ژر پای ته ورسول شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې وسله‎وال طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې خپله جګړه روا ګڼي، خو د سرمقالې د لیکوال په باور د وسله‎والو طالبانو کړنې چې له امله‌يې ملکي افغانان په نښه کوي، هم د توجیه وړ نه‎دي.

  • هېرټ اف اېشیا

د هېرټ اف ایشیا ورځپاڼې هم د سعودي په دې کنفرانس بحث کړی او لیکلي یې دي چې په‎دې کنفرانس کې ګډون کوونکي دیني عالمانو د افغانستان جګړه فتنه بللې او ویلي دي چې د جګړې په دواړو خواوو کې مسلمانان وژل کېږي.

د مطلب په دوام د کعبې د امام په قول لیکل شوي چې د افغانستان جګړه نوره د زغم وړ نه‎ده، باید پای ته ورسول شي او ټینګار يې کړی چې دی هم د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

همدا شان په مطلب کې د کعبې د امام له قوله لیکل شوي چې چېرته مسلمان وي هلته باید سوله واوسي.

په مطلب کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشر له قوله راغلي دي چې د اسلامي نړۍ عالمان باید د افغانستان د مسئلې د حل په برخه کې فعال رول ولري او طالبان ترغیب کړي، څو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه له اسلام سره په ټکر کې ده.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې د دایمي سولې په هدف د اسلامي نړۍ د عالمانو مرسته اړینه ده.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې وسله‎وال طالبان نور د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه‎لري.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې د کعبې د امام له قوله لیکلي دي چې هر هغه څوک چې سوله غواړي کامل مسلمان دی او هغه څوک چې سوله نه‌غواړي د شیطان لاره تعقیبوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د سعودي دغه کنفرانس د افغانستان لپاره ښه فرصت دی چې د دې هېواد ټول واقعیتونه له اسلامي نړۍ سره شریک کړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي دي چې دا د دې ښکارندوی ده چې د نړۍ مسلمانان اوس پوه شوي چې دغه ډلې له اسلامه په ګټې اخیستنې غواړي چې په حقیقت کې د اسلام د دین دښمنانو لپاره خدمت وکړي.

په سرمقاله کې همدا شان راغلي دي چې د ترورېستي ډلو په وړاندې د اسلامي نړۍ د عالمانو خاموشي پای ته رسېدلې چې کولای شو، په‎دې برخه کې د کعبې شریفې د امام صالح بن عبدالله بن حمید په خبرو استناد وکړو چې غوښتنه‌يې کړې چې د افغانستان جګړه دې ژر تر ژره بنده شي.

XS
SM
MD
LG