د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

بهرنیو چارو وزارت: جدې غونډې یو ځل بیا د افغان سولې له بهیره ملاتړ وکړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ناستې چې د سې شنبې په ورځ جوړه شوې وه، یوځل بیا د افغانستان پرضد جګړه غندلې او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د روانې پروسې ملاتړ کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمد په همدې ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په دغه ناسته ټینګار شوی چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه، د افغانستان د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه هېوادونه چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان غړي دي، په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره او د افغانستان پر محور، سره راغونډ شول او له هغو ټولو بنسټونو يې ملاتړ وښود،هرکلی وکړ چې د سولې لپاره کار کوي او په دې برخه کې يې یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ."

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند داهم وویل چې د جدې په دغه غونډه کې په کابل کې د عالمانو له هغې غونډې هم ملاتړ وشو چې نېږدې ۳۰۰۰ دیني عالمانو په کې ګډون کړی و او د افغانستان پروړاندې یې د جګړې خلاف فتوی ورکړې وه.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان مشر ډاکټر یوسف بن احمد العطیمین په یوه اعلامیه کې د سعودي عربستان له پاچا مننه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.

‎د یادونې ده چې له دې وړاندې د روان مېلادي کال د جولای په میاشت کې د سعودي عربستان د مکې او جدې په ښارونو کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډې جوړې شوې وې چې په اعلامیه کې یې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه شوې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان دولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي سید علي کاظمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره، د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ناسته مهمه وګڼله او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوله د نړۍ د ډېرو هېوادونو په ګټه ده:

"هغه څه چې د بحث وړ دي هغه د افغانستان په تړاو د نړیوالو دوستانو اراده او تصمیم دی، که دوی خپلمنځي اختلاف ولري باید یوې خواته یې کړي، که په افغانستان کې سوله راشي، طبیعي ده چې ګټه یې د افغانستان په قضیه کې ښکېلو ټولو هېوادونه ته رسېږي."

له تېرو شااوخوا ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان د سولې په تړاو په بېلابېلو هېوادونو کې مختلفې غونډې جوړې شوې، خو تر اوسه یې کومه څرګنده نتیجه نه‎ده ورکړې.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي ټینګار کوي چې افغان حکومت دې د سولې په تړاو د دا ډول غونډو پرېکړې جدي تعقیب کړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG