د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

افغان حکومت د حرمين الشرىفين امامانو له څرګندونو هر کلی وکړ


افغانستان جمهوري ریاست د افغان سولې او جګړې په اړه د حرمين الشرىفين د امامانو له څرګندونو هرکلي کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو واحد دریځ د دغه جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ دوهمه» ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال مخالفین باید د دیني عالمانو غوښتنې ته په درناوي له جګړې لاس واخلي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی چې پر جګړې ټینګار کوي او جګړه یې د بدلې لارې په توګه غوره کړې کولای شي چې د افغانستان، اندونیزیا او یا هم د سعودي علماوو فتوا رد کړي، چې مطمیناً دا کار نه شي کولای نو باید د سولې لار غوره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسلام د دوو سترو جوماتونو حرمين الشرىفين امامانود جمعې د لمانځه په خطبو کې په افغانستان کي جګړه ناروال وبلله او پر سولې یې ټینګار وکړ.

دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل دى چې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږي.

په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شيخ عبدالرحمن السديس ویلي چې افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړي دي.

د ښاغلي السديس په خبره په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سمدلاسه اور بند، سیاسي خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.

شااوخوا درې اوونۍ وړاندې زرګونو افغان دیني علماوو هم په کابل د روان جنګ په اړه فتوا ورکړه او روانه جګړه یې ناروا وبلله.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا مشر عبدالبصیر حقاني وايي، د افغان جګړې په اړه له اوږده ځنډ وروسته د مسجد الحرام او مسجد نبوي د امامانو څرګندونې د افغانانو لپاره ښه زیری دی.

د نومړي په باور، د جګړې ښکیلې خواووې کولای شي په یادو مقدسو ځایونو کې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي:

"پرون په دواړو مسجدونو کې د جمعې خطبې د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړې شوې وې او د دوی غوښتنه دا وه چې د جګړې دواړه خواوې کولای شي راشي او په دغو مقدسو ځایونو کې د خبرو له لارې نتیجې ته ورسېږي، زه هیله لرم چې دا مسئله به د سولې د ټینګښت په برخه کې مثبت تاثیرات ولري."

حقاني: سعودي باید د افغان جګړې په اړه بې تفاوته پاته نشي
حقاني: سعودي باید د افغان جګړې په اړه بې تفاوته پاته نشي

د ښاغلي حقاني په خبره د سعودي علماء باید نور د افغان جګړې په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او د جګړې پر ښکېلو خواوو فشار راوړي چې د خبرو مېز ته کیني.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې سرطان میاشتې په وروستیو کې په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د دیني عالمانو یوه لویه ناسته ترسره شي چې افغان حکومت وارلمخه د دغې ناستې په اړه خوشبینې ښودلې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG