د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د ګډون په اړه خوشبیني!


د افغان سولې په اړه د مسکو د جوړېدونکې ناستې ځنډېدو او په‎دغه ناسته کې د افغان حکومت ګډون خلک سولې ته هیله‎مند کړي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ټولو تفاهم مهم دی او تمه ده چې د مسکو ناسته د افغان سولې او په‎دې برخه کې د ګډ تفاهم د رامنځته کېدو لپاره ښه پیلامه وي.

ښاغلي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناسته اوس د ګډ تفاهم د رامنځته کېدو لپاره ځنډول شوې دا ښه خبره ده او تمه ده چې د افغان حکومت او ولس په خوښه ترسره شي، موږ هیله لرو چې په‎دغه ناسته کې د طالبانو په ګډون د سیمې د هېوادونو استازي هم برخه واخلي او د تفاهم لپاره زمینه‌سازي وشي."

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

افغان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې مسکو سره د هوکړې په نتیجه کې د افغان سولې په تړاو د سپټمبر د څلورمې نېټې غونډه ځنډول شوې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه هوکړه د ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې شوې ده.

د ښاغلي مرتضوي په خبره دواړه هېوادونه به د دې ناستې د ګډ مدیریت او کوربه‎توب لپاره کار کوي او په ورته وخت کې د کنفرانس وخت او څرنګوالی به هم د دواړو خواوو تر سلا مشورې وروسته روښانه شي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د مسکو په ناسته کې د نه‌ګډون خبره کړې وه او ویلي وو چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي.

د امریکا متحده ایالاتو هم په‎دغه ناسته کې له ګډونه انکار کړی، خو طالبانو وار له مخه اعلان کړی چې د مسکو ناستې ته به یو پلاوی ولېږي.

روسیې د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو ته د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو اوس د افغان حکومت او روسیې د نوې هوکړې له مخې دغه ناسته تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده.

طالبانو تر اوسه د مسکو د ناستې د ځنډېدو په اړه څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وايي، دا چې د مسکو ناسته وځنډېده، دی یې پایلو ته خوشبینه دی.

ښاغلی سعیدي زیاتوي:

"دا چې د مسکو ناسته وځنډېده، زه ورته په مثبت نظر ګورم ځکه روسان هم په‎دې پوهېدل چې که په‎دغه ناسته کې امریکا او افغان حکومت ګډون ونه‎کړي پایلې به‌یې مؤثره نه‎وي، نو ځکه وځنډېده. ښه خبره دا ده چې افغان حکومت ګډون وکړي او د امریکا قناعت ترلاسه شي که امریکان ګډون نه‎کوي حد اقل مخالفت خو به یې ونه‎کړي."

پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي
پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي

د ښاعلي سعیدي په خبره افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات د افغان جګړې مهم اړخونه دي او په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د سولې په هر ډول مذاکراتو کې د دوی ګډون حتمي دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG