د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

ویسا: د مسکو ناسته د افغان ولسمشر په غوښتنه وځنډول شوه


د کابل د نن ورځې ډېری ورځپاڼو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په ټیلیفوني مکالمه او د مسکو د ناستې په ځنډېدو خپلې مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې د مسکو ناسته وځنډېده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت د مسکو د ناستې چې ټاکل شوې وه د وسله‎والو طالبانو او د یو شمېر هېوادونو د استازو په برخې اخیستنې ۱۰ ورځې وروسته ترسره شي د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د اعلامیې په حواله لیکلي دي چې د افغان ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په ټیلیفوني اړیکه کې دا پرېکړه وشوه چې د مسکو ناستې د لا مؤثریت په هدف دا ناسته باید وروسته شي.

ورځپاڼې لیکلي چې که څه هم د دغې ناستې لپاره بله نېټه لا نه‎ده ټاکل شوې، خو د ارګ اعلامیه وايي چې دواړه به په شریکه د دغې ناستې کوربه‎توب او مدیریت وکړي.

د افغانستان د سولې په تړاو ناسته ځنډېدلې ده.
  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د مسکو ناسته د افغان ولسمشر په غوښتنه وځنډول شوه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر غني له سرګي لاوروف سره په ټيلیفوني اړیکه کې په ټینګار سره ویلي چې باید اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي.

ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له قوله لیکلي دي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او دوی اماده دي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ په‎دې برخه کې مرسته وکړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د یادې موضوع په اړه لیکلي چې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته ځنډېدلې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکي چې کابل او مسکو ژمنه کړې چې په ګډه به د دغې ناستې لپاره کار کوي.

د ورځپاڼې په وینا، افغان او روسي چارواکي پرېکړه چې یاده ناسته به د دواړو هېوادونو په کوربه‎توب ترسره شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم همدې مسئلې په اړه لیکنه کړې او لیکلي دي، ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د روسیې، چین، ایران او د منځني اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو او طالب استازو په ګډون د راتلونکي میلادي میاشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې جوړه شي، خو افغان ولسمشر او روسي چارواکو پرېکړه کړې چې دغه ناسته وځنډول شي.

د مسکو ناسته د دې لپاره ځنډېدلې چې د مؤثریت او لا چمتووالي لپاره کار وشي.

ورځپاڼې لیکلي، په‎دغه غونډه کې له امریکا او افغانستان څخه هم غوښتنه شوې وه چې ګډون وکړي، خو دواړو هېوادونو دغه بلنه رد کړې وه.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د مسکو ناسته د دې لپاره ځنډېدلې چې د مؤثریت او لا چمتووالي لپاره کار وشي.

ورځپاڼې لیکي په دغه ټیلیفوني مکالمه کې د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګېدو په خاطر د بین‎المللي او منطقوي دوستانو او شریکانو په ځانګړي ډول د روسیې فدراتیف دولت د هڅو قدرداني وکړه، ويې‌ویل د کابل په دوهم کنفرانس کې د سولې هر اړخیزه برنامه چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو اقشارو سره په مشورې او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او پایداره سولې ته د رسېدو ټول اساسي اصول‌یې ټاکلي دي.

XS
SM
MD
LG