د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه ځنډېدلې


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ له اعلانه وروسته چې ویلي یې و، د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌کوي، روسیې او افغانستان دواړو د دوشنبې په ورځ د دغې غونډې د ځنډېدو خبر ورکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د افغان ولسمشر اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"په دې تیلیفوني خبرو کې پرېکړه وشوه چې د مسکو غونډه دې د اوس لپاره وځنډول شي، ترڅو هم ورته ښه تیاری ونیول شي او هم هغه زیاته مؤثره وي د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه به د ښو تیاریو لپاره په ګډه کار کوي او افغانستان او روسیه به د دغې غونډې مشري په ګډه کوي."

د ولسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د ګډو ټیمونو د کار په نتیجه کې به د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالې غونډې وخت مشخص او اعلان شي.

د افغانستان او امریکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې افغانستان او امریکا هغه نه‌وه منلې.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني له سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې په اصولو کې د مسکو د غونډې ملاتړ کړی دی، خو د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي غني دا هم ویلي چې په حکومت کې روانو تغییراتو ته په پام سره د یوه واحد دریځ د خپلولو لپاره افغانستان یو څه زیات وخت ته اړتیا لري.

افغانستان او روسیه په داسې حال کې د مسکو د غونډې د ځنډېدو خبر ورکوي چې تیره اوونۍ طالبانو ومنله چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

افغانستان او روسیه په داسې حال کې د مسکو د غونډې د ځنډېدو خبر ورکوي چې تېره اوونۍ طالبانو ومنله چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
افغانستان او روسیه په داسې حال کې د مسکو د غونډې د ځنډېدو خبر ورکوي چې تېره اوونۍ طالبانو ومنله چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې افغانستان او امریکا هغه نه‌وه منلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دغه غونډه له کابل سره له هماهنګۍ پرته پلان شوې وه.

وسله‌والو طالبانو چې د افغانستان له حکومت سره‌یې له مستقیمو خبرو ډډه کړې او له متحده ایالاتو سره‌یې دا ډول خبرو ته تیاری ښودلی په دې وروستیو کې له روسیې سره هم اړیکې ټینګې کړې دي.

XS
SM
MD
LG