د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ولسمشر غني او سرګي لاوروف د مسکو د غونډې په ځنډېدو سلا شول


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن دوشنبه په ټیليفوني خبرو کې په دې سلا شول چې د مسکو غونډه به وځنډول شي، څو افغانستان او روسیه دواړه د دې غونډې لپاره چمتووالی ونیسي.

ټاکل شوې وه چې روسیه د سپټمبر په ۴مه د افغانستان د سولې په اړه د هغې غونډې کوربه‌توب وکړي چې وسله‌والو طالبانو هم په‌کې خپل ګډون تأیید کړی و.

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د مسکو په غونډه کې برخه نه‌اخلي.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي:

"که اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده، په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته اماده‌ګي ونیول شي، نو د دغو ناستو مؤثریت به زیات کړي."

د ارګ اعلامیه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې وايي، هېواد یې د افغانانو په مالکیت سوله غواړي او په دې برخه کې چمتو دي چې د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړي.

له ارګه خپره شوې اعلامیه وړاندې وايي:

"په دغه ټیليفوني مکالمه کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې اماده‌ګۍ او مؤثریت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه‌توب وکړي."

همدارنګه ویل شوي چې په دې موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر، ګډ کار وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله ویلي وو چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د مسکو غونډه کومه نتیجه ونه‌لري.

ښاغلي عبدالله هم د سولې په برخه کې د نورو هېوادونو هڅې ستایلې وې، خو ټینګار یې کړی و چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي.

XS
SM
MD
LG