د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

نیویارک ټایمز: د مسکو غونډه به د ښکېلو خواوو له حضور پرته څنګه ترسره شي؟


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو په اړه چې وايي د مسکو په غونډه کې برخه اخلي مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو یوه ویاند په کابل کې د دې ورځپاڼې دفتر ته پیغام لیږلی او ویلي یې دي چې په قطر کې به د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري په غاړه ولري.

روسیې ویلي ځینې هېوادونه او طالبان یې ور بللي څو د افغانستان په سولې او ثبات خبرې وکړي.

روسیې ویلي ځینې هېوادونه او طالبان یې ور بللي څو د افغانستان په سولې او ثبات خبرې وکړي
روسیې ویلي ځینې هېوادونه او طالبان یې ور بللي څو د افغانستان په سولې او ثبات خبرې وکړي

نیویارک ټایمز لیکلي معلومه نه ده چې د مسکو غونډه به د ښکېلو خواوو له حضور پرته څنګه ترسره شي. افغان حکومت او امریکا د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

خو نیویارک ټایمز لیکي د روسیې دا نوښت د افغان او امریکایي چارواکو ډپلوماسي د ګډوډۍ له ګواښ سره مخ کوي.

نیویارک ټایمز: روسیه او طالبان په ښکاره توګه سره متحد نه دي او پر یو بل د عدم اعتماد ډېر دلایل لري

د ورځپاڼې په لیکنه افغان او امریکايي چارواکو له میاشتو میاشتو راهیسې هڅه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته راوبولي.

خو نیویارک ټایمز دا هم لیکي چې روسیه او طالبان په ښکاره توګه سره متحد نه دي او پر یو بل د عدم اعتماد ډېر دلایل لري.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن د خبرو په اړه مقاله لیکلې ده.

نیکلسن ژر خپله دنده پای ته رسوي او پر ځای یې بل قومندان کار پیلوي.

جان نیکلسن پرون ویلي د امریکا سټراټيژي افغانستان او جنوبي اسیا ته ښه نتیجه ورکوي.

امریکا تېر کال د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلان کړه.

سټارز انډ سټرایپس : جنرال نیکلسن ژر خپله دنده پای ته رسوي او پر ځای یې بل قومندان کار پیلوي
سټارز انډ سټرایپس : جنرال نیکلسن ژر خپله دنده پای ته رسوي او پر ځای یې بل قومندان کار پیلوي

سټارز انډ سټرایپس لیکي که څه هم د افغان ولسمشر له خوا طالبانو ته د دویم اوربند لپاره وړاندیز ونه منل شو خو نیکلسن په دې باور دی چې دا وړداندیز د سیاسي ډیالوګ له پیل سره مرسته کوي.

ورځپاڼې لیکلي چې جنرال نیکلسن په خپلو خبرو کې ومنله چې پاکستان لا هم افغان وسله والو په خاصه توګه حقاني شبکې ته پناه ورکوي.

دغه امریکايي جنرال دا هم ویلی چې په افغانستان کې د دوی حضور د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د بریدونو په څېر د ورته پېښو او بریدونو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG