د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ولسي جرګه او د سولې شورا له طالبانو هم د اوربند د اعلان غوښتنه لري


که څه هم تر اوسه وسله‎والو طالبانو د افغان ولسمشر د مشروط اوربند په اړه خپل دریځ نه‎دی روښانه کړی، خو ولسي جرګه او د سولې عالي شورا له طالبانو غواړي چې دوی هم اوربند اعلان وکړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، د حکومت د مشروط اوربند اعلان د ولس غوښتنه او یو پر ځای او نېک اقدام دی، له طالبان هم هیله ده چې ورته اعلان وکړي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړی وايي:

"له وسله‎والو طالبانو زموږ جدي غوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له لوري د اوربند وړاندیز قبول کړي او اوربند اعلان کړي، څو حکومت او طالبان یوه دوامدار اوربند ته لاره پیدا کړي او تل پاتې اوربند او بین‌الافغاني خبر ته لاره هواروي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ له وسله‎والو طالبانو سره مشروط درې میاشتنی اوربند اعلان کړ.

که طالبان هم اوربند وکړي، د باور فضا به رامنځته شي.

د افغان ولسمشر د اعلان له مخې، له نن دوشنبې د زمري له ۲۹مې تر میلاد نبي پورې چې د عقرب د میاشتې ۲۹مه به وي، له طالبانو سره د افغان حکومت اوربند پیلېږي.

ښاغلی غني وايي، له تېر اوربنده چې د کمکي اختر په ورځو کې وشو، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، سازمانونو او افغانانو تود هرکلی وکړ، نو له همدې امله یو ځل بیا اوربند کوي.

د امریکا متحده ایالاتو هم د افغان ولسمشر له‌‎خوا د اوربند له اعلان هرکلی کړی دی.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د حکومت اوربند به د طالبانو له‌‎خوا هم د اوربند په صورت کې وي او تر څنګ به‎یې افغان پوځیان دفاع ته هم چمتو ولاړ وي.

طالبانو د دغه اوربند په اړه تر اوسه خپل دریځ نه‎‌دی روښانه کړی.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل، که طالبان هم اوربند وکړي، د باور فضا به رامنځته شي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

ښاغلی طاهري زیاتوي:

"مشروط اوربند چې حکومت اعلان کړی، موږ هیله‎مند یو چې طالبان هم اوربند وکړي، څو په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي، په‎دې سره به موږ په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د مذاکراتو شاهدان واوسو."

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، مشروط اوربند ځکه ګټه لري چې وسله‎وال کېدای شي اوربند مراعات نه‎کړي او یا هم په خپلو کې اختلافونه ولري، نو افغان ځواکونه به له ځان د دفاع حق ولري.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافی وايي، که طالبان اوربند نه‎کوي، نو خپلواکه نه‎دي او په خبره‌یې بیا مسؤلیت هغه هېوادونو ته راجع کېږي چې دوی سره مرسته کوي او خواخوږي ورسره لري.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG