د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د سولې شورا: هره پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، ګټه‌یې نه‌ده رسولې


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تجربو له مخې هر هغه پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، دې هېواد ته‌یې کومه ګټه نه‌ده رسولې.

په‎داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو په کولو ټینګار کوي، د سولې عالي شورا وايي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو پرته د دغه هېواد د ستونزې د هواري لپاره بله حل‎لاره نه‌لیدل کېږي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د بهرنیانو پرېکړې هېڅ وخت د افغانانو په ګټه نه‎وې او طالبان باید د دې موضوع په پوهېدلو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

ښاغلي طاهري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه‎ییز او نړیواله کچه هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی شوی دی.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

دی وايي:

"بهرنیانو چې د افغانستان په استازولۍ هره پرېکړه کړې، ګټه له یو هېواده بهر ته وه او سختۍ او دربدري یې د افغانستان او افغانانو په برخه شوې ده، نن د افغانستان خلک د سولې یو داسې غږ غواړي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي، کوم سیمه‎ییز او نړیوال ملاتړ چې رامنځته شوی هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې د خبرو هرکلی کړی دی."

دا خبرې په‎داسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

که طالبان له امریکا سره خبرې پیلوي، د افغانستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.

په‎دغه پیغام کې د اوربند په اړه څه نه‎دي ویل شوي، خو د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په تړاو د امریکا وړاندیز د قبول وړ نه‎دی ګڼلی او غیر عملي یې بللی دی.

د طالبانو مشرتابه د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې دا خبرې مقدماتي وې.

طالب مشران په‎داسې حال کې امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې افغان حکومت تل دا ویلي چې د سولې خبرې به د افغانانو په ماکیت او مشرۍ کېږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه داوود مایار وايي، که د سولې خبرې د افغان حکومت له موجودیت پرته ترسره شي، د حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

داوود مایار
داوود مایار

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"که طالبان له امریکا سره خبرې پیلوي، د افغانستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي، د سیاسي منطق له نظره دلته د افغان حکومت غوښتنه سمه او پر ځای ده، زما په نظر ښه به وي چې دا مذاکرات درې اړخیز وي، یعنې خبرې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وشي او غیر مستقیم دې امریکا هم په‎کې ګډون ولري.​"

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د شنبې په ورځ په کابل کې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

د افغانستان د علماوو شورا رئیس مولوي قیام‌الدین کشاف هم د اوږدمهالي اوربند غوښتنه وکړه چې په خبره‌یې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه تر اوسه څه نه‌ویل کېږي، خو د لوی اختر په ورځو کې د اوربند او د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG