د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ملګري ملتونه: داعش لاهم په عراق او سوریه کې له ۲۰ تر ۳۰ زرو جنګیالي لري


ملګري ملتونه په خپل نوي راپور کې چې پرون‌يې خپور کړ وايي سره له دې چې داعش یا اسلامي دولت ډله په عراق او سوریه کې ماته شوې، خو دوی اوس هم په دغو دواړو هېوادونو کې له ۲۰ تر ۳۰ زرو پورې جنګیالي لري.

ملګري ملتونه وايي چې دا معلومات‌یې له حکومتونو ترلاسه کړي، خو دا يې نه‌دي ویلي چې کوم حکومتونه.

دغه‌راز په راپور کې ویل شوي دي چې د داعش په جنګیالیو کې د پام وړ شمېر بهرني کسان هم شامل دي چې غالباً د دوی اشاره د منځنۍ اسیا، شمالي افریقا او د نړۍ د نورو هېوادونو اتباعو ته ده.

دغه‌راز د هغو کارپوهانو له قوله چې په داعش او القاعده شبکې باندې د لګول شویو بندیزونو څارنه کوي په راپور کې ویل شوي دي چې داعش په عراق او سوریه کې ورته شمېر جنګیالي لري، یعنې د دغو ۲۰ یا ۳۰ زرو کسانو نیمایي برخه په عراق او نیمایي نور په سوریه کې دي.

کارپوهانو دا هم ویلي چې د داعش ګڼ شمېر مهم فعالان افغانستان ته انتقال شوي دي چېرته چې دغه ډله له ۳۵۰۰ –۴۰۰۰ پورې کسان لري.

په راپور کې راغلي دي چې داعش په لیبیا، لوېدیځه افریقا او جنوب ختیځې اسیا کې هم د پام وړ شمېر پلویان لري.

اسلامي دولت ډلې درې کاله مخکې د عراق او سوریې پراخه سیمې لاندې کړې، خو د ۲۰۱۸ کال تر پیله پورې یې یوازې خال خال سیمې په سوریه کې تر واک لاندې پاتې وې.

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې داعش ډله اوس هم په سوریه کې د بریدونو توان لري، په عراق کې اوس کومه سیمه په خپل بشپړ واک کې نه‌لري، خو د پټو وړو ډلو له لارې فعالیت کوي.

راپور وايي، سوریې او عراق ته د بهرنیو جنګیالو ورتګ درېدلی دی، البته دلته اشاره هغو جنګیالو ته ده چې د سوریې د رژیم خلاف جنګ کې برخې اخیستلو لپاره دغو هېوادونو ته ورتلل.

خو له دغو هېوادونو د بهرنیو جنګیالو د وتلو بهیر سره له دې چې ورو دی، اما جدي اندېښنې یې راپارولې دي.

کارپوهان وايي، القاعده شبکې هم ځان ساتلی دی، ځینې مرتبطې ډلې او پلویان یې د نړۍ په ځینو برخو لکه سومالیا، یمن، جنوبي اسیا او د افریقا د ساحل په سیمه کې د داعش څخه پیاوړي دي.

XS
SM
MD
LG