د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

اتمر: داعش ته د وسلو د لېږدولو ادعا دې په سیمه‌ییزه کچه وڅېړل شي


که څه هم په افغانستان کې د داعش د حضور او تمویل په اړه د روسیې او ځینو نورو هېوادونو اندېښنې تازه نه‎دي، خو اوس داسې معلومېږي چې افغان حکومت دغه اندېښنې جدي نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په یوې تخنیکي ناسته کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازو ته د داعش او دا چې نامعلومې هلیکوپټرې دوی ته وسلې لېږدوي، د سپیناوي لپاره یې د سیمه‎يیزو تحقیقاتو وړاندیز کړی.

هغه ویډیو چې ازادي راډیو له دغې تخنیکي ناستې ترلاسه کړې، په‎کې محمد حنیف اتمر ټینګار کوي چې هر هېواد د داعش د تمویل په اړه شکونه لري، ښه ده چې اسناد شریک شي او د موضوع له روښانه کېدو وروسته قضاوت وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

نوموړی وايي:

"د داعش په اړه د پوښتونو او دا چې نامعلومې هلیکوپټرې وسلې انتقالوي د سپیناوي لپاره زه د سیمې هېوادونو ته وړاندیز کوم چې ګډې څېړنې دې وشي. زه فکر کوم د څېړونو په ترسره کولو سره موږ کولای شو د مخته تګ ښه لار او خپلو سوالونو ته مناسب ځوابونه پیدا کړو. "

د ښاغلي اتمر په خبره داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او مهم قوماندانان یې یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

د ښاغلي اتمر په خبره ان د سیمې استخباراتي کړۍ هم کولای شي له هغو داعشیانو چې نیول شوي، د دې پوښتنې ځواب ترلاسه کړي چې له دغې ډلې څوک ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کړې او دا یې ویلي چې دغه ډله په کافي اندازه ځپل شوې ده.

نیکلسن: په نږدې اونیو کې په نا امنه ولایتونو کې عملیات پیلیږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

خو له دې ټولو سره-سره په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي وايي، د داعش په اړه د دوی اندېښنې پر خپل ځای دي.

نوموړي د کابل پروسې هغه تخنیکي غونډې ته چې ویډیو یې ازادي راډیو ترلاسه کړې ادعا کړې چې داعش د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته څېرمه کمپونه لري.

نوموړي دا هم ویلي چې داعشیانو په عراق او سوریه کې له ماتې وروسته افغانستان ته مخ کړې ده، خو د افغانستان د ملي سلاکار د ښاغلي الکساندر دغه ادعا بې اساسه بللې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG