- ډیلي مېل
ډیلي مېل ورځپاڼې په لندن کې د افغانستان د سفیر په حواله لیکلي دي چې یو شمېر سخت دریځه کسان چې بریتانوي پاسپورتونه لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو کې فعالیت کوي.
ډیلي مېل لیکي:
داعش ډله چې په تېرو دوو کلونو کې يې په سوریه او عراق کې ماته وخوړه، اوس په افغانستان کې ځانته د فعالیت زمینه برابروي.
په لندن کې د افغانستان سفیر دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ده په باور دا سخت دریځي چې په اصل کې پاکستانیان دي او اوس يې بریتانوي اسناد ترلاسه کړي، په اسانۍ کولی شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو کې فعالیت وکړي ځکه دوی په محلي ژبه خبرې کولی شي او په تګ راتګ او مېشت کېدو کې هم ستونزه نهلري.
د افغانستان سفیر ویلي، دا سخت دریځه افراد نه یوازې افغانستان بلکه بریتانيي ته هم ګواښ ګرځي.
ډیلي مېل لیکلي چې همدې خطر ته په پام د افغانستان او بریتانيې استخبارات په ګډه کار کوي چې دا کسان ونیسي.
ډیلي مېل په خپله تازه ګڼه کې د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر یوه جومات د شنبې د ورځې د ځان وژونکو بریدونو په اړه هم لیکنه کړې ده.
ډیلي مېل د هغو سلګونو کسانو تصویرونه هم خپاره کړي دي چې د شنبې د ورځې په برید کې د وژل شوېو کسانو جنازې ته راټول شوي وو.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په پکتیا کې د اهل تشیع پر جومات دا خونړۍ برید جنګي جنایت بلل کیدی شي.
ډیلي مېل ورځپاڼې د ګردېز د پېښې د قربانیانو د خپلوانو له ډلې څخه د حاجي سلطان په نوم د یوه کس څرګندونې هم نکل کړي دي.
۷۰حاجي سلطان دې ورځپاڼې ته ویلي چې حکومت د شیعهګانو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.
خو نوموړي د ګردېز پر جومات برید د افغانستان د دښمنانو کار بللی چې په خبره يې غواړي د افغانستان د خلکو ترمنځ تفرقه پیدا کړي.
حاجي سلطان ډیلي مېل ته ویلي چې د افغانستان دښمنان به هېڅکله ونه توانېږي چې پهدې اعمالو سره افغانان وویشي.
- ټایمز اف اڼدیا
ټایمز اف اڼدیا ورځپاڼې د هغه افغان کیسه خپره کړې ده چې د درملنې لپاره هند ته تللی، خو د وخت په تیرېدو سره د نشه يي موادو په یوه قاچاق وړونکي بدل شو.
ټایمز اف انډیا د پولیسو په حواله وايي، ۳۶کلن محمد نادر خادم له دوه کیلو ګرامه هیروینو سره نیول شوی دی.
نادرڅو کاله مخکې په زیړي اخته شوی و او د درملنې لپاره هند ته لاړ.
ورځپاڼه وايي، هند ته سفرونو او د محمد نادر درملنې زیاتو پیسو ته اړتیا لرله او دی هغه وخت د نشه يي موادو په قاچاق وړونکی بدل شو چې د یوه بل افغان په مشوره يې له افغانستانه د مخدرو موادو قاچاق پیل کړ.
ټایمز اف اڼدیا لیکلي دي چې محمد نادر خادم د اته کروړه هندي کالدارو په ارزښت نشهيي موادو سره ونیول شو او اوس په زندان کې دی.