د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د غزني ولایتي شورا: حکومت او نړیوال دې د غزني کړکېچن وضعیت ته جدي پام وکړي


د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني وايي، په غزني ښار کې پرون یکشنبه تر ناوخته د افغان پوځیانو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د غزني ښار ګڼې سیمې پرون طالبانو نیولي او د ده په خبره افغان حکومت او نړیوال ځواکونه باید د غزني کړکېچن وضعیت ته جدي پام وکړي.

په غزني کې د پاکستان د لشکر طیبه څو غړي په جنګ کې وژل شوي.

کامراني زیاته کړه:

"د غزني ښار غرب لور ته دوهمه حوزه، انتخاباتو کمېسیون، ټرانسپورت ریاست، ټرافیکو ریاست طالبانو سوځولي او له دې ساحې کمربندي پوستې او شمال طرف ته اوله حوزه طالبانو نیولي دي. پرون جنګ پر ولایت، امنیه قوماندانۍ او شااوخوا سیمو روان و. په غزني کې یو غټ ناورین روان دی. د مرکزي دولت او په خاصه توګه امریکا او ناټو مرستو ته ډېر ضرورت دی."

کامراني وویل چې د شنبې په شپه غزني ته د طالبانو شااوخوا ۸۰۰ تازه وسله‎وال د پاکستان له کوټې ورسېدل او د پرون ورځې جګړې ته‌یې زور ورکړ.

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم پرون یکشنبه ټینګار وکړ چې پاکستان د ترورېزم ځای دی او په غزني کې د پاکستان د لشکر طیبه څو غړي په جنګ کې وژل شوي.

په پاکستان باندې دا تورونه داسې وخت لګول کېږي چې د دغه هېواد پخوانۍ ادارې په افغان جګړه کې لاس لرل رد کړي او د صدراعظمۍ اوسني هیله‌مند عمران خان ژمنه کړې چې د افغانستان د امنیت لپاره به پوره هڅه کوي.

د غزني په ښار باندې د جمعې په شپه وسله‎والو طالبانو بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د غزني ښار زیاتې سیمې یې نیولي او ګڼو افغان پوځیانو ته‌یې مرګژوبله اړولې هغه څه چې افغان چارواکي یې ردوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د یکشنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ښار کې افغان پوځیان برلاسي دي او تازه دمي ځواکونه په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

نوموړی وايي:

"د پکتیا له قول اردو څخه زموږ ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي، له کابله هم زموږ ځانګړي کمانډويي ځواکونه رسېدلي دي. د دې تر څنګ په سیمه کې د افغان او نړیوالو هوايي ځواکونو ملاتړ هم شته دی. په ټوله کې د غزني ښار وضعیت تر کنټرول لاندې دی، خو د تصفیوي عملیاتو د نه‌چټکتیا علت دا دی چې موږ غواړو د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړو."

په غزني کې افغان پوځیانو او ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه‎دي موجود، خو د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې ۲۶ افغان سرتېري وژل شوي دي.

افغان چارواکو ویلي چې تر ۱۵۰ وسله‌وال طالبان د غزني په جنګ کې وژل شوي دي.

خو د ولایتي شورا د مرستیال امان‌الله کامراني په شمول ګڼو خلکو دا اندېښنه ښودلې چې که غزني ښار طالبان ونیسي د مرکز کابل او جنوبي ولایتونو اړیکه به پرې شي.

دا اندېښنه نیویارک ټایمز هم په دې شکل مطرح کړې وه چې:

"غزني یو مهم ولایت دی او که طالبانو نیولی وی د جنوب او مرکز رابطه به پرې وی."

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG