د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

پر غزني د طالبانو برید د نړیوالو ورځپاڼو له انده!


پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید او هلته روان حالت اوس هم د ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو د مطالبو مهمه موضوع ده.

نیویارک ټایمز:

په یوه راپور کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی، د غزني د ستراتیژیک اهمیت په اړه راغلي چې دا ښار د کابل او د افغانستان د دوهم لوی ښار کندهار ترمنځ د لویې لارې پرسر پروت دی او که طالبان پر غزني ولکه ټینګه کړي، نو دوی به د خپل تحریک د اصلي مرکز کندهار او پلازمېنې کابل ترمنځ لاره پرې کړي.

راپور زیاتوي چې غزني ته د مرستندویو ځواکونو د استولو له خبر پرته، د دې ښار د وضعیت په اړه نور ډېر لږ معلومات رارسېږي.

د نیویارک ټایمز د راپور لیکوال وړاندې لیکي، هغه مرستندوی ځواکونه چې له ګاونډي ګردېز او کابل څخه هلته استول شوي، په لاره کې د وسله والو طالبانو له کمینونو، ویجاړو پلونو او له ځنډونو سره مخامخ شول.

راپور د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې په میدان وردګ ولایت کې د یوې حکومت پلوې ملېشه ډلې د قوماندان علي ظفر له قوله لیکي چې وايي، طالبانو د ده پر پوستو په پرله پسې ډول حملې کولې، خو د ده کسانو وکولی شول چې غزني ته د روانو مرستندویو قواوو د یونیم سل موټرو لپاره لاره خلاصه وساتي.

نیوزویک مجله:

نیوزویک مجله د غزني د جګړې په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې په غزني کې د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د جمعې په ورځ د امریکا له هوايي ځواک څخه د مرستې غوښتنه وشوه.

نیوزویک، په غزني کې د وسله والو طالبانو پرضد په عملیاتو کې د عادي قواوو ترڅنګ، د افغان کومانډو ځواک د ګډون یادونه کوي او وړاندې لیکي چې د جګړې په ورځ امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې او هليکوپټرې په اسمان کې ګرځېدې او د هغو وسله والو طالبانو پر مرکزونو یې بمباري کوله چې په غزني ښار کې دننه د پرمختګ هڅه یې کوله.

نیوزویک لیکي چې د سولې له روانو هڅو سره سره وسله والو طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو او پلازمېنه کابل حملو ته زور ورکړی او په دې توګه غواړي وښيي چې د هغو ځواکونو پر وړاندې چې امریکا یې ملاتړ کوي، د مقابلې توان لري.

نیوزویک هم د غزني ستراتیژیک اهمیت ته اشاره کوي او لیکي، غزني چې د کابل کندهار ترمنځ پر لویه لاره پروت دی او شااوخوا یونیم لک وګړي پکې اوسېږي، د طالبانو د حملو لپاره یو مهم هدف دی.

نیوزویک په پای کې لیکي، د غزني د نیولو هڅه ښيي چې طالبان له اولس کاله جګړې وروسته لاهم د چریکي جګړو له پلوه پرځان ډاډه دي.

XS
SM
MD
LG