د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ځینې ورځپاڼې: پر غزني د طالبانو د برید هدف امتیاز اخیستنه ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم پر غزني د طالبانو د برید په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په غزني ښار کې جګړه تر دوو ورځو واووښته.

سرمقاله لیکونکی لیکي، سره له دې چې حکومت ادعا کوي چې په لومړۍ ورځ یې د طالبانو بریدونه بېرته په شا وتنبول، خو په خبره یې چې پرون هم په دغه ښار کې جګړې دوام درلود.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په ملي شورا کې د غزني استازي وايي چې د حکومت د بې پروایۍ له امله، دغه ولایت د سقوط په حال کې دی.

ویسا دا هم لیکلي چې که د غزني د جګړې د پایلو او غمیزو په اړه فکر کوو، ویلای شو چې دغه جګړه فاتح نه لري، خو مغلوب یې عام ولس او بې دفاع خلک دي چې د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري یې نه د ژوند پروا لري او نه د شتمنیو .

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د موضوع په اړه لیکلي چې ولې نو حکومت د اندېښنو له شریکولو سره سره د غزني ستونزې ته پاملرنه ونه کړه او پرې یې ېښودل چې د ورځپانې په خبره، ترهګر ښار ته دننه او دولتي تاسیساتو ته زیان ورسوي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو پر غزني دغه برید په داسې حال کې وکړ چې له امریکایانو سره یې خبرې روانې دي او دوی غواړي په دې توګه وښيي چې د افغانستان په جګړه کې نه ماتېدونکي دي او امتیار واخلي.

ورځپاڼې په ټینګار سره لیکلي چې که چېرې افغان امنیتي ارګانونو د غزني د استازو غږ اورېدلی وای او په وخت یې اقدام کړی وای، دا حالت به نه و رامنځته شوی.

په سرمقاله کې راغلي، دا چې ولې ولسمشر او د امنیتي ارګانونو مسؤلین د ترهګرو سره د جګړې او د هغوی د لمنځه وړلو اراده نه لري، یوه پوښتنه ده چې باید ځواب شي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، په غزني ښار کې وېره او وحشت خپور دی، خلک له خپلو کورونو نه شي وتلی او هر څه په ټپه ولاړ دي.

د کابل – کندهار لویه لاره بنده ده او دا چې مخابراتي خدمتونه هم غیر فعال دي، د ښار د حالت او جګړې په اړه څوک دقیق معلومات نه لري.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې د امنیتي چارواکو د خبرو خلاف وسله والو په ښار کې اوږده جګړه کړې ده، وژنې یې کړې دي او ویره یې خپره کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

هېواد د خپلې سرمقالې په یوې برخه کې لیکلي، طالبانو د دغه برید لپاره له څو میاشتو راهیسې چمتووالی نیولی و، له نورو سیمو یې جنګیالي راغوښتي وو او بهرني جګړه ییز مشاورین یې د برید د پلان لپاره ګمارلي وو، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، له دې ټولو سره سره یاده ډله د افغان ځواکونو له ماتې سره مخ شوه.

هېواد ورځپاڼه هم ټینګار کوي چې د طالبانو د دې حملې هدف د سولې په خبرو کې امتیار اخیستنه او دا ښودنه وه چې ګوندې دوی لا هم له پیاوړي پوځي دریځه برخمن دي.

XS
SM
MD
LG