د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

دفاع وزارت وايي پر غزني ښار یې د طالبانو حمله پر شاتمبولې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبانو پر غزني ډله ییزه او پراخه حمله وکړه، خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې غزني ته د افغان کماندویانو په رسېدو سره وضعیت بېرته عادی شوی دی.

طالبان د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول
رادمنش: پرون موږ خپل قطعات غزني ته ورسول
رادمنش: پرون موږ خپل قطعات غزني ته ورسول

نوموړي زیاته کړه:

"پرون موږ خپل قطعات غزني ته ورسول او اوس د غزني وضعیت تر کنټرول لاندې دی، موږ خپل ټول چمتووالی نیولی چې په غزني کې مظبوط کمربند جوړ کړو او هرې خواته چې د ښمنانو تېښته کړې زموږ تصفیوي عملیات ورپسې روان دي."

د جمعې په شپه طالبانو د غزني پر ښار ډله ییزه حمله وکړه چې د دغه ډلې د ویاند په خبره طالبانو د ښار ځینې برخې ونیولې.

د غزني ښار اوسېدونکو شپه په وېره او وسواس کې تېره کړه

خو د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل بیا تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د د طالبانو دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

په ورته وخت کې رسنیو ته د طالبانو له لورې په استول شوې اعلامیې کې ادعا شوې چې په غزني کې د شوې حملې په نتیجه کې دوی ګڼ وسایل نیولي، افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لاهم طالبان په ښار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دا چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په غزني کې مخابراتي شبکې کار نه کوي نو د دغه ښار د وضعیت په اړه هم د دواړو خواوو حکومت او طالبانو له لورې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په غزني کې د طالبانو په حمله کې له ۱۵۰ زیات طالبان وژل شوي او ۲۶ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د ښاغلي دانش په خبره، په یاده حمله کې یو خبریال هم وژل شوی، خو په دې اړه یې د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د غزني د جګړې په اړه د حکومت او طالبانو له لورې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

یو شمېر لوېدځو ورځپاڼو پر غزني د طالبانو حمله ځکه د اندېښنې وړ بللې چې په خبره یې دغه ولایت له مرکز کابل څخه چندان ډېره فاصله نه لري.

نیویارک ټایمز: که طالبانو غزني نیولی وای د جنوب اړیکه به یې له مرکز سره پرې کړې وای

پر غزني د طالبانو د حملې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

له دې ټولو سره ـ سره د غزني د ولایتي شورا مرستیال امین الله کامران بیا وايي چې لاهم د غزني ښار په څنډو کې د طالبانو تحرکات شته:

په غزني کې د تېرې ورځې د جګړې یو انځور
په غزني کې د تېرې ورځې د جګړې یو انځور

"د ښار په لېرې پرتو سیمو کې جنجالونه شته خو له کابل څخه چې کوم مرسیتندویه ځواکونه راغلي افغان ځواکونه د هغوی په ملاتړ هڅه کوي مخالفین چې په کورونو کې محاصره دي پیدا او ونیسي."

اخوا په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي بیا انتقاد کوي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د غزني وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

دوی د شنبې په ورځ په کابل یوې خبرې ناستې ته وویل چې په غزني ښار یې د طالبانو د ګواښونو په اړه وار له مخه حکومت ته ویلي و.

دغه وکیلان وايي چې حکومت د دوی خبرې جدي ونه نیولې او طالبانو په غزني حمله وکړه چې تر ټولو زیات زیان یې ولس ته ورسېد.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG