د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د غزني ښار اوسېدونکو شپه په وېره او وسواس کې تېره کړه


په غزني ښار کې وضعیت لا هم بحراني بلل کېږي، د جګړې له امله ملکي خلکو ته د رسېدلي زیان په اړه کره معلومات نشته.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دغزني حکومتي دفترونه د دولتي ځواکونو په لاس کې دي او وسله وال طالبان د ښار څنډو ته تښتېدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم پر ټوېټر په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې په غزني کې حکومتي دفترونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د غزني امنیه قوماندان، فرید مشعل پرون رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د غزني ښار ونیسي خو ناکام شول.

مشعل وویل چې په جګړه کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د معشل په وینا، ۱۴ پولیس او وژل شوي او ۲۰ تنه زخمیان شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان، فرید مشعل پرون رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د غزني ښار ونیسي خوناکام شول
د غزني امنیه قوماندان، فرید مشعل پرون رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د غزني ښار ونیسي خوناکام شول

​د غزني امنیه قوماندان ویلي چې تر ۱۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو چې پاکستاني او چیچني وګړي هم په کې و، د غزني پر ښار په حمله کې ګډون درلود چې ډېر یې وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو یو هليکوپټر یې ویشتی او را غورځولی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هليکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي

​د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې اضافي امنیتي او دفاعي ځواکونه غزني ته رسېدلي دي.

رحیمي وویل چې وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له دې امله عملیات په احتیاط پر مخ ځي او کور په کور تلاشي کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، جنرال محمد رادمنش پرون ازادي راډیو ته وویل چې غزني ښار ته له پکتیا او کابله د ځانګړو ځواکونو ډلې هم ور استول شوې دي:

پر غزني د طالبانو حملې انځور
پر غزني د طالبانو حملې انځور

"ځانګړي ځواکونه او د ملي اردو کوماندو ځواکونه دي له کابله او له پکتیا ور استول شوي دي، هغوی د ښار په لویدیزو سیمو کې عملیات کوي چې لا هم د دښمن ځیني حرکتونه شته خو ډېر ژر به هلته هم تصفیوي عملیات نتېجه ورکړي او د غزني خلک به مصئون شي."

په همدې حال کې، جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون جمعه د غزني او یوشمېر نورو ولایتونو پرامنیتي وضعیت د بحث لپاره فوق العاده غونډه را بللې وه.

جمهورئیس محمد اشرف غني پرون جمعه د غزني او یوشمېر نورو ولایتونو پرامنیتي وضعیت د بحث لپاره فوق العاده غونډه را بللې وه
جمهورئیس محمد اشرف غني پرون جمعه د غزني او یوشمېر نورو ولایتونو پرامنیتي وضعیت د بحث لپاره فوق العاده غونډه را بللې وه

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي غني د غزني له امنیتي مسئولینو سره په هغه ولایت کې د امنیتي ستونزو په اړه خبرې کړې او پر امنیتي ځواکونویې په خپلو کې د هماهنګۍ د زیاتولو ږغ کړی دی.

د غزني چارواکو په پرونۍ غونډه کې چې په ملي دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، ادعا کړې چې وسله والو طالبانو ته زیات تاوان رسېدلی او امنیتي ځواکونه پر وضعیت باندې واکمن دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند:جنګي هلي کوپټرو او بې پيلوټه الوتکو یې په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونوپه ملاتړحملې کړې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند، ډګروال مارتین اودونېل پرون رسنیو ته ویلي چې جنګي هليکوپټرو او بې پيلوټه الوتکو یې په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ حملې کړي دي.

په غزني ښار کې د ټلیفوني شبکو فعالیت بند دی او د کابل کندهار لار تړلې ده.

په غزني ښار کې د ټلفوني شبکو فعالیت بند دی او د کابل کندهار لار تړلې ده
په غزني ښار کې د ټلفوني شبکو فعالیت بند دی او د کابل کندهار لار تړلې ده

د غزني ښار یوه اوسېدونکي، حاجي کلیم الله پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ښار د امنیت په اړه له ډېرې مودې راهیسې خلکو اندېښنه درلوده او داسې ګڼل کېده چې "وسله وال طالبان پر ښار د حملې لپاره وار ته ګوري."

د حاجي کلیم الله په وینا، "په ښار کې جنګ دومره شدید و چې چا فکر نه کاوه چې ژوندی به پاته شي، مرمۍ لکه د باران څاڅکي له هرې خوا ورېدې. "

د غزني پر ښار درنه حمله په داسې وخت کې شوې چې خلک د لوي اختر په مناسبت د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته سترګې پر لار دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د استازو او امریکا د مخامخ خبرو رپوټونه هم خپرېږي.

XS
SM
MD
LG