د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

نیویارک ټایمز: که طالبانو غزني نیولی وای د جنوب اړیکه به یې له مرکز سره پرې کړې وای


  • نیویارک ټایمز

"افغان پوځیانو په یوه کلیدي ښار غزني کې له طالبانو سره جنګ وکړ." دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

په مقاله کې راغلي چې وسله وال طالبان د جمعې په ورځ سهار وختي د افغانستان جنوب لویدیځ ښار غزني ته ننوتل او په څو ساعتونو کې یې ادعا وکړه چې د ښار ګڼې سیمې یې ونیولې.

نیویارک ټایمز لیکي دولتي چارواکو رد کړه چې ګواکې غزني ښار د طالبانو لاس ته لویدلی خو ویې ومنله چې وسله وال طالبان د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ درې سوه مترۍ ته رسیدلي.

افغان پوځیانو په یوه کلیدي ښار غزني کې له طالبانو سره جنګ وکړ
افغان پوځیانو په یوه کلیدي ښار غزني کې له طالبانو سره جنګ وکړ

په مقاله کې راغلي که څه هم طالبانو تر دې مخکې د فراه او کندز ښارونه د لنډمهال لپاره نیولي و خو له ستراتیژيک پلوه د غزني اهمیت تر دغو دواړو ښارونو زیات دی.

نیویارک ټایمز لیکي که طالبانو غزني نیولی وای د جنوب اړیکه به یې له مرکز سره پرې کړې وای.

چارواکو تایید کړې چې د جمعې په ورځ په غزني کې ۱۴ افغان پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي په داسې حال کې چې د غزني امنیه قومندان فریدمشعل وايي لسګونه طالبان هم وژل شوي او یواځې په یوه سیمه کې یې ۳۹ مړي پاتې دي.

  • ټیلیګراف

ټیلیګراف ورځپاڼې هم پر غزني د طالبانو د ډله ییز برید په اړه مقاله لیکلې ده.

د مقالې لیکوال ویلي طالبانو هڅه وکړه چې د غزني ښار سقوط کړي خو افغان تازه دمیو سرتیرو او هوايي بریدونو په شا کړل.

په دوام کې لولو " دا برید داسې وخت کیږي چې په لوی اختر کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د اوربند د ټینګښت هیلې رامنځته شوې دي."

په لوی اختر کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د اوربند د ټینګښت هیلې رامنځته شوې دي
په لوی اختر کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د اوربند د ټینګښت هیلې رامنځته شوې دي

حکومت او طالبانو په کمکي اختر کې اوربند کړی و خو طالبانو د دغه اوربند د تمدید لپاره د افغان حکومت غوښتنې رد کړې او بیا یې جنګ ته مخه کړه.

  • اي انټرنیشنل انلاین

اي انټرنیشنل انلاین خپرونې د افغان کډوالو د بیا راستنېدو د ستونزو په اړه مقاله لیکلې ده.

د مقالې لیکوال ویلي چې افغان کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو نوې ستونزې زیږوي ځکه اکثر یې بې کوره دي او له ناچارۍ په لویو ښارونو کې اړوي.

په دوام کې لولو چې د کډوالو لپاره د ځای ځایګي د جوړولو په هدف د ځمکو ویش هم د اداري فساد په خاطر له خنډ سره مخ دی.

کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو نوې ستونزې زیږوي ځکه اکثر یې بې کوره دي او له ناچارۍ په لویو ښارونو کې اړوي
کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو نوې ستونزې زیږوي ځکه اکثر یې بې کوره دي او له ناچارۍ په لویو ښارونو کې اړوي

نا امنۍ هم یو دلیل بلل کیږي چې کډوال خپلو اصلي مېنو ته له ورتګ پاتې کوي.

ډیری افغان کډوال له پاکستان ، ایران او اروپايي هېوادونو افغانستان ته ستنیږي.

په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام رپوټ ورکړی چې لکونه افغانان په ایران کې د اقتصادي ستونزو په خاطر افغانستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG