د غزني د ولایتي شورا مسؤلین او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې د تېرو ورځو په پرتله جګړه څو برابر سخته شوې ده.
دوی وايي، وسله والو طالبانو اوس پر امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام بریدونه پیل کړي او ځانونه يې ورسولي دي.
دوی وايي، تر اوسه له مرکزه افغان ځواکونو ته مرسته نه ده رسېدلې او په لاره کې بند پاتي دي.
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په غزني ښار کې مهمې سیمې د افغان پوځ په لاس
کې دي.
په دې اړه د شرایف الله شرافت راپور واورئ