د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د انتخاباتو کمېسیون: د شکایتونو کمېسیون دې خپل نتایج ژر تر ژره راواستوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د کاندیدانو په اړه دې د خپلو ارزونو وروستۍ نتیجه ژرتر ژره ور واستوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تاکید کوي چې که د نتایجو د لستونو په ورلېږلو کې ځنډ پېښ شي، د دوی کارونه به له ستونزو سره مخ کړي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې لپاره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپلې چارې په منظمه توګه پرمخ یوسي، په کار ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د کاندیدانو په اړه، د خپلو ارزونو نتایج ورولېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون نه مو غوښتنه داده څومره چې ژر کېدای شي، وروستی لېست له موږ سره شریک کړي، ترڅو وکړای شو په دقت سره يې پر وخت اعلان کړو، دغه لېست چې موږ ته رارسېږي دقت ته ضرورت لري چې د پچې په اساس یې پروسه عملي کړو، څو د پروسې روڼتیا تضمین او خلک شکایت ونه کړي."

د انتخاباتي مهال وېش له مخې په کاروه چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خپلو ارزونې نتایج د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان کړي وای.

اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د دغه ځنډ پړه د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون اچوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، تراوسه یې له ۸۰۰ شکایتونو نه څه باندې ۱۰۰ شکایتونو ارزولي چې د ۵۴ کاندیدانو ارزونې په کې شاملې دي او د وروستيو نتایجو اعلانول یې، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلیت دی.

د ولسي جرګې د احتمالي کاندیدانو د نومونو د لېرې کېدو په اړه چې په وروستیو ورځو کې کوم راپورونه خپاره شوي، ځینو کاندیدانو یې پر وړاندې اعتراضونه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې په دې برخه کې د دوی پرېکړه، بې پرې، خپلواکه او د اسنادو او شواهد پر بنسټ ده او زورواکي به د خلکو له اوږو کښته کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو ځینې څارونکي بنسټونه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې پر ځنډ او کمزورۍ تورنوي.

د دغه څارونکو بنسټونو له ډلې دا فغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئيس محمد نعیم ایوب زاده وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته د احتمالي کاندیدانو د لېستونو په لېږلو کې ځنډ کړی او اوس دې د انتخاباتي شکایتونو پرکمېسیون فشار نه اچوي.

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

نوموړي زیاته کړه:

"اصلي ستونزه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ده، ځکه دغه کمېسیون خپل کارونه له مهال وېش سره سم ونه کړل او د کاندیدانو لېست یې ناوخته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ولېږه، د اتنخاباتي شکایتونو کمېسیون وخت ته ضرورت لري، پرته له شکه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا، د مهال وېش نقضول، په راتلونکو مرحلو منفي اغېز لري، کله چې کمېسیون دا موضوع مطرح کوي، په حقیقت کې خپلې ستونزې څرګندوي."

ښاغلي ایوب زاده وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وخت ته اړتیا لري چې په دقت سره شکایتونو ته رسیده ګې وکړي او پر دې برخه فشار راوستل، انتخاباتي عدالت زیانمنولی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG