د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

فایز: ولسي جرګې ته د ۲۵ احتمالي نوماندانو نومونه له لېسته لېرې شوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د څېړلو ځانګړي کمېسیون د ۲۵ احتمالي نوماندانو نومونه له لېسته لېرې کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي وايي، په دغه ځانګړي کمېسیون کې چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملي امنیت، سیمه ییزو ارګانونو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي برخه لري، تېره شپه خپل کارونه پای ته ورسول.

عبدالبصیر فایز د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ځانګړي کمېسیون د ۲۳۰ شکایتونو له بشپړو څېړلو وروسته، د ولسي جرګې د ۲۵ احتمالي کاندیدان چې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو په لرلو تورن وو، نومونونه یې له لېست څخه حذف کړي دي.

د نوموړي په وینا،۷ احتمالي نوماندانو ته سپارښتنه شوې او همدارنګه د ولسي جرګې ۲۷ نورو احتمالي نوماندانو ته خبرداری ورکړ شوی چې که چېرې د غیرقانوني وسله والو شتون ثابت شي، نو دوی به له وروستي لېسته لېرې شي.

خو د ښاغلي فایز په خبره، ۲۵ لېرې شوي نوماندان کولای شي چې نن او سبا خپل اعتراضونه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

عبدالبصیر فایز
عبدالبصیر فایز

نوموړي وویل:

"نن جمعه او سبا شنبه ورته وخت ورکړل شوی، ترڅو د دغې قضیې په تړاو خپل اعتراضونه انتخاباتي شکایتونو کمېسیون سره ثبت کړي او وورستۍ پرېکړه به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري کېږي."

که څه هم ښاغلي فایز د دغو کسانو نومونه وانه خيستل، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند او کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د وروستي لېست د اعلان پرمهال به د دغو کسانو نومونه مشخص شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو انتقاد کړی و چې غیر مسؤله وسله والې ډلې لري.

د انتخاباتي مهالوېش په اساس، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د احتمالي نوماندانو وروستی لېست د اسد د میاشتې په ۱۲ مه نېټه اعلان شي، خو انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د شکایتونو د څېړلو د دوام په اساس به ممکن وروستی لېست راتلونکې اوونۍ وروستی شي.

په همدې حال کې د ملي شورا یوشمېر غړي د ځانګړي کمېسیون له اقدام څخه هرکلی کوي.

د مشرانو جرګې نایب منشي محمد فیصل سمیع د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون باید بې طرفه پرېکړه وکړي.

​نوموړی وایي:

"په دغو احتمالي نوماندانو کې داسې کسان هم شته چې په جرایمو او د ځمکو په غصب کې دخیل دي، د خلکو هيله دا ده چې د شکایتونو کمېسیون په بشپړې بې طرفۍ دا مسایل وڅېړې او پرېکړه وکړي."

د ځانګړي کمېسیون له لوري د ۲۳۰ شکایتونو د څېړلو ترڅنګ، د انتخاباتي شکایتونو ۵۰۰ شکایتونه هم ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي عبدالبصیر فایز د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دغو پنځه سوو شکایتونو څخه ډېرو برخو ته رسېدنه شوې او ممکن تر راتلونکو دوو ورځو پورې دا بهیر پای ته ورسېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG